لاس رسیدونکی لینک

پاکستان کې په سيوا شوې ترهگرۍ د امريکا انديښنه


دخارجه محکمې وياندې وويل دترهه گرۍ مخنيوي لپاره امريکا پاکستان سره هررقم مرسته کوي.
په پاکستان کې د حکومت لخوا طالبانو سره د مذاکراتو پيل کيدو راپه ديخوا په دغه هيواد کې د ترهگرۍ په چټک شوي بهير امريکا انديښنې ښکاره کړي دي اؤ وئيلي يې دي د ترهگرۍ ددغو پيښو زيات نقصان پاکستان ته پخپله رسيږي.
دامريکا دخارجه محکمې مرستيالې وياندې ميري هارف خبريالانو ته وئيلي په پاکستان کې دترهه گرۍ دکارروائيو له امله زيات زيان پخپله پاکستان ته رسيږي اؤ امريکا په دغو ترهه گريزو پيښو انديښنه لري.
دامريکا دخارجه دفتر وياندې پاکستان کې دترهه گرۍ په پيښو دغه انديښنه په داسې حال کې څرگنده کړې چې دتيرو څو اوونو راهسې دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور پشمول دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې په پوځيانو، پوليسو، حکومتي چارواکو، مذهبي اقليتونو، دپوليو دتحفظ په ډلو، مذهبي اؤ سياسي مشرانو گڼ شمير ځانمرگي حملې اؤ بمي چاؤدنې شوي چې پکې دعسکرو پشمول په شلگونو کسان وژل شو اؤ ژوبل شوي دي.
دخارجه محکمې وياندې وويل دترهه گرۍ مخنيوي لپاره امريکا پاکستان سره هررقم مرسته کوي.
ميري هارف وويل دپاکستان حکومت دخپلو وگړو دتحفظ دذمه وارۍ څخه په ښه ډول خبر دى.
هغې وويل دټولې نړۍ څخه دترهه گرۍ خاتمه يواځې دامريکا ذمه واري نۀ ده بلکې په کومو هيوادونو کې چې ترهه گري روانه ده دهغې حکومتونو هم پکار دي چې دمخنيوي لپاره يې گامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG