لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: طالبانو سره په خبرو حکومت اؤ پوځ همغږي دي


ښاغلي شريف وويل دانقرې په درې فريقي غونډه کې په دې خبره اتفاق شوى چې هغوي ته دافغان حکومت لاسونه مضبوطول وي.
ښاغلي شريف وويل دانقرې په درې فريقي غونډه کې په دې خبره اتفاق شوى چې هغوي ته دافغان حکومت لاسونه مضبوطول وي.
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي پاکستان کې طالبانو سره په پيل کړل شوؤ خبرو پوځ اؤ حکومت همغږي دي اؤ غواړي هيواد کې امن ټينگ شي.
د خالي په ورځ د ترکي سفر څخه په واپسۍ جهاز کې خبريالانو سره خبرو کې ښاغلي شريف وئيلي دي حکومت ډير په اخلاص طالبانو سره خبرې پيل کړي دي اؤ اوس پکار ده چې د خبرو په مهال د رقم کارروائيو مخه څخه لاس واخستل شي.
وزيراعظم زياته کړه حکومت يې په هره هاغه لاره گامونو ايښودو ته تيار دى چې له امله يې امن پځايې کيدى شي.
هغه وويل د طالبانو کميټۍ د حکومت مذاکراتي کميټۍ ته باور ورکړى ؤ چې د مذاکراتو په مهال څوک ورانکاري کوي طالبان به د هغوئ په ضد گامونه اخلي خو د ورانکارۍ کومې پيښې چې رامينځته شوې دا د افسوس وړ دي.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل د افغانستان په اړه هم دپاکستان پوځ اؤ حکومت يو دريځ لري اؤ هغه دادى چې پاکستان افغانستان کې د سولې پلوي دى ځکه چې پاکستان اؤ سيمه کې دثبات لپاره افغانستان کې دامنيت ټينگښت ضرورى دى.
انقره کې دپاکستان، افغانستان اؤ ترکي دمشرانو ترمينځ دافغانستان په چارو ددرې فريقې اتمې غونډې ترسره کيدو څخه وروستو تيره ورځ په جاري شوې يوه گډه اعلاميه کې په افغان طالبانو دجوړجاړي عمل کې دشامليدو غږ شوى ؤ.
دې نه وړاندې په استنبول کې دترکي ريډيو اؤ ټيليويژن سره مرکه کې پاکستاني وزيراعظم هيله څرگنده کړه چې په افغانستان کې به دامن عمل مثبتې نتيجې ورکړي.
ښاغلي شريف وويل دانقرې په درې فريقي غونډه کې په دې خبره اتفاق شوى چې هغوي ته دافغان حکومت لاسونه مضبوطول وي.
نواز شريف وويل غونډه کې په دې خبره هم اتفاق وشو چې افغانستان کې دراتلونکو انتخاباتو کاميابي اؤ ديو حکومت څخه بل حکومت ته داقتدار په غوره توگه منتقلي به باوري کولى شي
پاکستان کې دکيدونکو ډرون حملو په اړه وزيراعظم نواز شريف وويل اوباما انتظاميې ته يې په ډاگه کړې چې دغه حملې په يو حالت کې هم دمنلو جوگه نۀ دي ځکه چې دا دپاکستان دخپلواکۍ اؤ علاقائي سالميت خلاف ورزي ده.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پاکستاني وزيراعظم وويل ترکي دپاکستاني اولس په زړونو کې يو خاص مقام لري اؤ زياته يې کړه چې انقرې سره ښې اړيکې جوړول دهغه دحکومت هڅه ده.

Recommended

XS
SM
MD
LG