لاس رسیدونکی لینک

پرويز رشيد وائي طالبانو سره د امنيت د ټينگښت دپاره خبرې روانې دي


ښاغلي رشيد په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې دټولنې ځينې مخالف عناصر په بې گناه وگړو اؤ سرکاري ادارو حملې کوي.
دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو وفاقي وزير پرويز رشيد وئيلي دي چې طالبانو سره هيواد کې د امنيت د ټينگښت د پاره خبرې روانې دي اؤ حکومت به دترهه گرۍ دستونزې په موثر انداز کې مخنيوي لپاره ټولې وسيلې استعمالوي.
ښاغلي رشيد دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دجوړجاړي لپاره ټاکل شوؤ دطالبانو اؤ حکومت مذاکراتي کميټو طالب جنگيالو څخه دامن مذاکراتو په مهال دبريدونو اودرولو غوښتنه کړې وه اؤ انديښنه يې څرگنده کړې وه چې دغه شان کارروايۍ دامن خبرې اودرولى شي.
دطالبانو اؤ حکومتي کميټۍ لخوا طالبانو څخه دترهه گريزو کارروائيو داودرولو دغه غوښتنه وروستو له هغې وشوه چې تيره ورځ طالبانو کراچۍ کې دپوليسو په يو بس دترسره شوې هاغه بمي چاؤدنې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې ١٣ پوليس عسکر وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
په يوه مرکه کې پرويز رشيد وئيلي دي چې پاکستان دترهه گرۍ دستونزې دخاتمې لپاره دسيمې دهيوادونو په مرستې سره هڅې کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پرويز رشيد وويل طالبانو سره مذاکراتو لپاره ټاکل شوې حکومتي کميټي هيواد کې دامنيت دټينگښت اؤ سلامتۍ لپاره خبرې کوي.
ښاغلي رشيد په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې دټولنې ځينې مخالف عناصر په بې گناه وگړو اؤ سرکاري ادارو حملې کوي.
XS
SM
MD
LG