لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرفان صديقي وائي دطالبانو له لوري دامن ضمانت سره خبره په وړاندې تللى شي


 هغه وويل حکومت اؤ مذاکراتي کميټۍ دترهه گرۍ دپيښو وروستو دزغم اؤ صبر څخه کار اخستى
هغه وويل حکومت اؤ مذاکراتي کميټۍ دترهه گرۍ دپيښو وروستو دزغم اؤ صبر څخه کار اخستى
طالبانو سره دخبرو لپاره دټاکل شوې مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې دخبرو اترو دعمل بنيادي مقصد هيواد کې دامنيت ټينگښت دى اؤ ددغه مقصد دترلاسه کولو پرته دخبرو لړۍ تر زياته وخته مخ په وړاندې نۀ شي تللى.
دحکومتي کميټۍ رابطه کار دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ دپاکستاني طالبانو تحريک دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دپوليسو په يو بس دشوې هاغه چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخستې وه چې پکې ١١ پوليس وژل شوي اؤ د٣٠ؤ نه زيات ژوبل شوي وؤ.
دپاکستان حکومت دمذاکراتي عمل په مهال طالبانو څخه هيواد کې دتشدد دپيښو داودرولو غوښتنه کړې وه.
بي بي سي سره مرکه کې عرفان صديقي وويل دطالبانو لخوا دامنيت دټينگښت دضمانت ورکولو سره خبرې په وړاندې تللى شي ، مونږ به ددغه کميټۍ سره يوځل بيا ليدنه کوؤ، ترڅو زر تر زره کومې غوڅې نتيجې ته ورسيږو
ښاغلي صديقي وويل مونږ چې دمذاکراتو له لارې څومره لويې تاج محل هم اودروؤ، دترهه گرۍ ديوې پيښې سره به هغه په شيبو کې والوځي، ځکه دمذاکراتو مخ په وړاندې بوتللو لپاره ددغو پيښو لړۍ اودريدل پکار دي
ښاغلي صديقي تيره ورځ کراچۍ کې په يو بس دشوې هاغه حملې هم غندنه وکړه چې دپاکستاني طالبانو تحريک يې ذمه واري په غاړه اخستې وه.
هغه وويل حکومت اؤ مذاکراتي کميټۍ دترهه گرۍ دپيښو وروستو دزغم اؤ صبر څخه کار اخستى اؤ تر دې چې هغوي ددغو پيښو غندنه هم ونۀ کړه ، خو ددې هر څه باوجود ورته دطالبانو له لوري مثبتې اؤ دډاډگيرنې اشارې ترلاسه شوي.
دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار وويل ددغه هر څه باوجود هم که په هيواد کې دامنيت دټينگښت باور ورکړل شي نو اوس هم حالات ښه کيدى شي.
ښاغلي صديقي دترهه گرۍ دپيښو وروستو دمذاکراتي عمل دختميدو دامکان په اړه وويل داسې تاثر نۀ شي ورکولى چې گنې حکومت يا يې کميټي په خفگان ناستې ، خو وې وئيل دا باور وساتئ چې دغه مذاکرات به ډير اوږده نۀ وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG