لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مذاکراتو باوجود طالبانو د کراچۍ د چاودنې ذمه واري قبوله کړې

طالب وياند پخپل بيان کې وئيلي دهغوي گڼ شمير ملگري په دې وروستيو کې دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو لخوا په نخښه کړل شوي اؤ ترڅو چې حکومت هغوي سره په رسمي ډول ډزبندي ونۀ کړي ، هغوي به هم خپلو دغه رقم کارروائيو ته دوام ورکوي.

دپاکستاني طالبانو تحريک دزيارت په ورځ په کراچۍ کې په پوليسو دشوي بريد ذمه واري قبول کړې ده اؤ وائي ترڅو چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ ډزبندي نۀ وي شوي ، تر هغې به خپلو دغه رقم کارروائيو ته دوام ورکوي.
دزيارت په ورځ دسندهـ صوبې په سرښار کراچۍ کې دپوليسو په يو گاډي ترسره شوې چاؤدنه کې ١٣ کسان وژل شوي اؤ د٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياندشاهدالله شاهد ميډيا ته په ورکړل شوي خپل يو بيان کې وئيلي دپوليسو دغه بس په پيښور، مردان اؤ صوابۍ کې دخپلو ملگرو دوژنې دبدل اخستو په توگه طالبانو په نخښه کړى دى.
دپاکستان دحکومت اؤ وسله والو طالبانو ترمينځ دامن دخبرو پيل کيدو څخه راپديخوا دپاکستان په بيلا بيلو سيمو کې گڼ شمير بمي چاؤدنې اؤ خودکش حملې ترسره شوي ، خو طالبانو يې دذمه وارۍ قبلولو څخه انکار کولو.
دا لمړى ځل دى چې دمذاکراتو دعمل په دوران کې طالبانو په امنيتي ځواکونو دشوي بريد پړه پخپله غاړه اخستې ده.
طالب وياند پخپل بيان کې وئيلي دهغوي گڼ شمير ملگري په دې وروستيو کې دپوليسو اؤ رينجرز ځواکونو لخوا په نخښه کړل شوي اؤ ترڅو چې حکومت هغوي سره په رسمي ډول ډزبندي ونۀ کړي ، هغوي به هم خپلو دغه رقم کارروائيو ته دوام ورکوي.
له دې وړاندې دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دعوه کړې وه چې طالبانو ورته باور ورکړى چې دمذاکراتو په مهال څوک ترهه گريز بريدونه کوي ، طالبان به دهغوي په ضد گامونه اخلي.
په پاکستان کې له دې وړاندې هم طالبانو دداسې گڼ شمير بمي چاؤدنو اؤ خودکش حملو پړه په غاړه اخستې ، چې پکې په زرگونو امنيتي عسکر، سياسي مشران اؤ عام اولس وژل شوي دي.
په ٢٩ جنورۍ وروستو له هغې وزيراعظم نواز شريف طالبانو سره دجوړجاړي دپاره ديوې کميټۍ مذاکراتي کميټۍ جوړولو اعلان کړى ؤ چې طالبانو په بنو اؤ پينډۍ سيمه کې امنيتي ځواکونو باندې پرله پسې بريدونه وکړل اؤ په لسگونو عسکر يې ووژل.
څيړونکي وائي په پاکستان کې چې دکله راهسې طالبانو خپل وسله وال فعاليتونه پيل کړي ، دبنو اؤ دپينډۍ دبريدونو راپديخوا په لمړي ځل دهغوي په ضد دعملياتو کولو لپاره په ملي کچ درايې يو والى رامينځته شوى ؤ اؤ دمذاکراتو اوسنى عمل دځينو قوتونو له لوري ددغه رايې دتس نس کولو يو کوشش کيدى شى.
خو دپاکستان حکومت وائي هغوي هيواد کې دامنيت رامينځته کولو دپاره دمذاکراتو لاره خپله کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG