لاس رسیدونکی لینک

پاکستان وائي درې فريقي غونډه به افغان امن لپاره گټوره ثابته شي


وياندې وويل دغه درې فريقي غونډه ځکه هم مهمه ده چې په افغانستان کې سږکال صدارتي ټاکنې کيدونکې دي
پيښور- پاکستان دزيارت په ورځ وئيلي دي چې په انقره کې دپاکستان، افغانستان اؤ ترکي ددرې فريقې غونډې سره به افغانستان اؤ سيمه کې دامنيت په ټينگښت کې مرسته وشي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل چې پاکستان تل په افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي ملاتړ کړى دى.
تسنيم اسلم وويل په افغانستان کې به دامنيت ټينگښت په پاکستان ښه اغيزه وکړي اؤ زياته يې کړه چې په انقره کې دپاکستان، افغانستان اؤ ترکي ترمينځ درې فريقي غونډه په داسې حال کې کيږي چې په افغانستان کې بدلون رامينځته کيږي.
وياندې وويل چې دغه درې فريقي غونډه ځکه هم مهمه ده چې په افغانستان کې سږکال صدارتي ټاکنې کيدونکې دي اؤ افغانستان څخه به دنيټو ځواکونه هم اوځي.
دهغې وينا وه دغه فورم غړو هيوادونو ته دبيلا بيلو معاملو دهواري اؤ په هغې دبحث موقع ورکوي.
دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان غواړي چې دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد استعمال نۀ شي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغې دپاکستان دنيوکلئير اثاثو اؤ تنصيباتو په ضد بې اساسه پروپيگنډه رد کړه اؤ وې وئيل چې پاکستان ( دايټمي وسلو دتحفظ لپاره) يو مضبوط اؤ موثره دسلامتۍ نظام لري.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې انقره کې دزيارت په ورځ دپاکستان، افغانستان اؤ ترکي ترمينځ دافغانستان په معامله ٨مه درې فريقي غونډه پيل شوې ده.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف، دافغانستان صدر حامد کرزي اؤ دترکي صدرعبدالله گل اؤ وزيراعظم طيب اردگان په دغه غونډه کې برخه اخستې.
دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف سره په دغه موقع دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى دى.
دترکي، افغانستان اؤ پاکستان دغه درې فريقي عمل په ٢٠٠٧م کې پيل شوى ؤ اؤ تيره غونډه دکال ٢٠١٢م ددسمبر په مياشت کې شوې وه.
دغه دلوړې کچې دمذاکراتو، امنيتي همکارۍ اؤ دافغانستان په معامله داقتصادي پرمختيائي شراکت دارۍ يو مهم پليټ فارم دى.
ددرې فريقي اتمې غونډې موضوع” داسيا پۀ زړۀ کې برقراره امن“ دى.
دترکي په انقره کې دغه غونډه افغانستان کې دمهمو سياسي اؤ امنيتي بدلونونو په تناظر کې ترسره کيږي، چې پکې سږکال په ٥م اپريل صدارتي اؤ دولايتي شوراگانو ټاکنې اؤ د٢٠١٤م تر اخره افغانستان څخه دنيټوځواکونو دوتلو عمل شامل دى.
XS
SM
MD
LG