لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دحکومتي اؤ طالبانو دکميټو ترمينځ غيررسمي ليدنه


دغونډې څخه وروستو دجاري شوي بيان ترمخه په دغه ليدنه کې دشورو دورځې دباضابطه ليدنې په ايجنډا بحث شوى دى
دغونډې څخه وروستو دجاري شوي بيان ترمخه په دغه ليدنه کې دشورو دورځې دباضابطه ليدنې په ايجنډا بحث شوى دى
پيښور- دپاکستان دحکومت اؤ تحريک طالبان پاکستان لخوا ددواړوخواؤ ترمينځ دامن تړون په غرض جوړو کړل شوؤ کميټو نهې په ورځ دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې په کوم نامعلوم مقام يوه غيررسمي غونډه کړې ده.
په پاکستان کې که يو لوري ته دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي لپاره هڅې تُندې شوي، نو بل لوري ته دهيواد په بيلا بيلو سيمو اؤ ځانگړې توگه دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دوسله والو بريدونو، بمي چاؤدنو اؤ ځانمرگي بريدونو کې هم اضافه شوې ده چې پکې دښځو اؤ ماشومانو پشمول په لسگونو کسان وژل شوي دي.
دوه ورځې دمخه دپيښور دڅوکنو سره نزدې سيمه کې يو ځانمرگي بريد ، تيره ورځ دښار په شمع سنيما کې درې دلاسي بمونو چاؤدنې اؤ نن دشورو په سحر بډه بيره کې په يو کور وسله والو حمله کړې اؤ په دغوبريدونو کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول په لسگونو خلک وژل شوي دي.
د حکومتي اؤ طالبانو دمذاکراتي کميټۍ دغونډې څخه وروستو دجاري شوي بيان ترمخه په دغه ليدنه کې دشورو دورځې دباضابطه ليدنې په ايجنډا بحث شوى دى.
دپاکستاني وزيراعظم ځانگړي مرستيال اؤ دحکومتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې دټي ټي پي دسياسي شورا له لوري دحکومتي شرطونو په اړه ځواب داطمينان جوگه دى.
همدغه شان دجمعيت علماء اسلام(س) مشر مولانا سميع الحق ، څوک چې دټي ټي پي دنومول شوې مذاکراتي کميټۍ غړى دى وائي چې په دغه موقع دحکومتي مذاکرات کارو په وړاندې دطالبانو غوښتنې ايښودل شوي دي اؤ زياته کړې يې ده چې دمذاکراتو په لمړي پړاؤ کې به داوربند لپاره هڅې کولى شي.
دحکومتي اؤ طالبانو دمذاکراتي کميټو ترمينځ دغه غيررسمي غونډه دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ دغړي پروفيسر ابراهيم اؤ مولانا يوسف شاه دټي ټي پي دسياسي شورا سره په شمالي وزيرستان کې دليدنې په مهال طالب مشرانو ته دحکومتي غوښتنو کيښودو اؤ په دغه اړه دطالبانو دځواب ترلاسه کولو وروستو ترسره شوې ده.
له دې وړاندې دنهې په ورځ وزيراعظم سره دليدنې وروستو عرفان صديقي په ډاگه کړې وه چې حکومت په هيواد کې دامنيت په بحالۍ ژمن دى اؤ ددغه مقصد ترلاسه کولو لپاره به هرممکن گامونه اخلي.
بل لوري ته تيره ورځ طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دجوړې کړل شوې کميټۍ سره په ليدنه کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دگټور جوړولو لپاره ضروري ده چې ترهه گريزې کارروايۍ بندې شي اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت په پاک نيت مذاکرات کاميابول غواړي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG