لاس رسیدونکی لینک

امريکا پاکستان کې دپټ شکمن امريکائي په ضد په ډرون حمله بحث کوي


چارواکو نۀ خو ددغه شکمن امريکائي وگړي دپيژندگلو پخلى کړى اؤ نۀ يې هم په دې اړه کوم معلومات ور کړي چې دامريکايانو په ضد حملو کې دککړتيا په حواله ددغه شکمن امريکائي وگړي په اړه کوم ثبوت لري.
پيښور- امريکائي ورځپاڼې نيويارک ټائمز پخپل يو راپور کې دموجوده اؤ پخوانو حکومتي چارواکو له خُلې وئيلي دي اوباما انتظاميه په دې اړه بحث کوي چې ايا په پاکستان کې دپټ هاغه امريکائي وگړي په ضد دخونړۍ کارروايۍ کولو واک ورکړي که نه چې دځينو کسانو په فکر هغه په فعاله توگه دترهه گريزو بريدونو منصوبه بندي کوي.
نيويارک ټائمز ليکي دصدر براک اوباما لخوا دتيرې مئ په مياشت کې دډرون په کارروائيو دنوؤ بنديزونو لگولو وروستو دا لمړى ځل دى چې امريکائي چارواکو ديو سمندر پورې امريکائي وگړي په وژنه په فعاله توگه بحث کړى.
دنيويارک ټائمز ترمخه چارواکو نۀ خو ددغه شکمن امريکائي وگړي دپيژندگلو پخلى کړى اؤ نۀ يې هم په دې اړه کوم معلومات ور کړي چې دامريکايانو په ضد حملو کې دککړتيا په حواله ددغه شکمن امريکائي وگړي په اړه کوم ثبوت لري.
ورځپاڼه وائي په لمړي ځل اوباما انتظاميې دکوم امريکائي وگړي په ضد دهدفي وژنې کومه کارروائي ترسره کړې وه نو هغه په ستمبر کال ٢٠١١م کې په يمن کې دسخت دريځي مبلغ انورالاولاکي خلاف وه اؤ زياتوي چې سپينې ماڼۍ تيرکال منلې وه دښاغلي اوباما دصدارت په موده کې دډرون حملو کې څلور امريکائي وگړي وژل شوي، ورځپاڼه دسپينۍ ماڼۍ په حواله ليکي چې يواځې اولاکي په ارادي توگه په نخښه کړل شوى ؤ.
تير کال دمئ په مياشت کې دوينا په مهال اوباما وئيلي وؤ هغه دسي ائي اى څخه پينټاگون ته دډرون کارروائيوپه تدريجي ډول دمنتقلولو اراده لري، ترڅو دغه کارروايۍ زياتې روڼ انده جوړې کړل شي.
ورځپاڼه ليکي امريکائي چارواکي وائي چې بيا به په پاکستان کې ډرون حملې ترسره کيدل دسي ائي اى له لوري دوامداره وي ، ځکه چې پاکستان پخپله خاوره په ډاگيز ډول دامريکائي پوځي کارروائيو اجازت ورکولو نه انکار کوي.
دامريکائي چارواکو په قول په پاکستان کې دامريکائي وگړي په ضد دحملې په اړه بحث دتيرکال دنيمائي څخه روان دى.
XS
SM
MD
LG