لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رستم شاه مومند:طالبانو سره به خبرې د آئین په چوکاټ کې وې


رستم شاه مومند وائی کمیټې غواړې جګړه اودرولو کې دحکومت او طالبانو تر مینځه هلې ځلې اوکړې
رستم شاه مومند وائی کمیټې غواړې جګړه اودرولو کې دحکومت او طالبانو تر مینځه هلې ځلې اوکړې

د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د حکومتي کمېټۍ غړې او پخواني سفیر ر ستم شاه مومند ویلي حکومتي ډله به طالبانو سره خبرې دملک آئین په چوکاټ کې کوې. ښاغلي مومند دپاکستان دحکومت او غیر قانونه ګرزول شوې ډلې تحریک طالبان دجوړو شوو کمیټو ترمینځه دروانو خبرو اترو لړ کې د ډیوه ریډیو هیلو وې او اې پروګرام کې د نوشیروان قلندر پوښتل شوو ځینوسوالونو په ځواب کې وئیلی
ددوې کمیټې غواړې قبائلې سیمو کې روانه جګړه اودرولو کې دحکومت او طالبانو تر مینځه مخلصانه هلې ځلې اوکړې او یوې لوظنامې ته اورسې- مومند واېې تراوسه قبائیلې سیمو کې د حکومت او طالبانو ډلو تر مینځه شوو نهه لوظنامو کې چرې هم دشرعې نظام غوښتنه نه ده شوې- او نه حکومتې کمیټې ددغه رقم غوښتنې پوره کولو وس لرې. ښاغلې مومند واېی دآئین په چوکاټ کې خبرې نه کول د مولانا عبدالعزیز ذاتې رائي ده. د طالبانو د کمیټۍ غړي او د اسلام اباد د سور جماعت خطیب مولانا عزیز په یو خبري کانفرنس کی ویلي وو د پاکستان د ائین په چوکاټ کې به خبرې طالبان قبول نه کړي.
ځکه چې دغه کار د پارلیمان او د پارلېماني غړو دی چې د طالبانو د خوښې یا غوښتنو مطابق قانون سازي اوکړي. د رستم شاه مومند نه ځيني نورو پوښتنې او ځوابونه په لاندیني لینک اوریدې شۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00
Direct link

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG