لاس رسیدونکی لینک

کابل پاکستان کې دطالبانو اؤ حکومت ترمينځ دخبرو پيل کيدو هرکلى کړى


”| مونږپاکستان کې دامن عمل اؤ خبرو پيل کيدو ته هرکلى وايو“
پيښور-افغان حکومت په پاکستان کې دحکومت اؤ ياغي طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دپيل کيدو هرکلى کړى اؤ هيله يې څرگنده کړې چې اسلام اباد به دافغان جوړجاړي په عمل کې هم مرسته وکړي.
دجوړجاړي دخبرو لپاره دوزيراعظم اؤ پاکستاني طالبانو له لوري ټاکل شوؤ مذاکرات کارو دزيارت په ورځ په اسلام اباد کې په لمړي ځل ليدنه کړې ده اؤ په دې خبره يې ټينگار کړى چې بايد دواړه خواوې دداسې قسمه هلو ځلو څخه ډډه وکړي چې په نتيجه کې يې دامن خبرو ته زيان رسيدى شي.
دپاکستان حکومت ټينگار کوي چې دغه خبرې بايد دائين په دائره کې دننه وشي ، خو طالبان دريځ لري چې هغوي دقران اؤ سنت څخه پرته بل قانون نۀ مني، چې له دې امله څيړونکو دامن خبرو په برياليتوب شکونه څرگند کړي دي.
دافغانستان دخارجه وزارت مرستيال وياند احمد شکيب مستغني په کابل کې خبريالانو ته وئيلي دي چې”| مونږپاکستان کې دامن عمل اؤ خبرو پيل کيدو ته هرکلى وايو“ اؤ زياته يې کړه دهغه هيواد هيله کوي چې پاکستان به دافغان طالبانو سره خبرو شروع کولو کې دافغانستان سره هم ملاتړ کوي.
شکيب وويل” مونږ تل په دې خبره ټينگار کړى چې په سيمه کې دامنيت دټينگښت لپاره طالبانو سره خبرې شروع کول دپاکستان لپاره مهم دي ، بلکې په افغانستان کې دخبرو شروع کولو لپاره افغانستان سره دپاکستان مخلصانه مرسته هم اهمه ده. “
بل لوري ته دافغانستان امنيتي شورا هم دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرو هرکلى کړى اؤ په افغان طالبانو يې ټينگار کړى چې دپاکستاني طالبانو په نقش قدم دې لاړ شي اؤ دافغان جوړجاړي دمذاکرات کارو سره دې خبرې شروع کړي.
دکابل څخه دامنيتي شورا لوړپوړي غړي حبيب الله فوزي دټيليفون له لارې دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون ته وئيلي دي چې هغوي دامن خبرو دپيل کيدو هرکلى کوي اؤ ددې دکاميابيدو خواهش لري.
دطالبانو دواکمنۍ په دور کې اسلام اباد کې دسينئر افغان ډيپلوماټ په توگه خدمات ادا کوونکي حبيب الله فوزي وويل چې امنيتي شورا غواړي افغان طالبان دمذاکراتو ميز ته ورشي اؤ اختلافات دمذاکراتو له لارې له مينځه يوسي، ځکه چې افغانان دجگړو اؤ وينو توئيدو څخه تنگ شوي دي.
دهغه وينا وه چې امن ددواړو هيوادونو په گټه دى اؤ په ځانگړې توگه په داسې حال کې چې بهرني پوځيان افغانستان څخه په وتلو بوخت دي.
دافغانستان دجوړجاړي عمل کې دپاکستان دکردار په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل چې افغانان باور کوي پاکستان په دغه معامله کې زيات مهم رول لري.
XS
SM
MD
LG