لاس رسیدونکی لینک

طالبانو ډزبندۍ دپاره حکومت ته شرطونه ايښي


قاري شکيل وائي چې دحکومت په بند کې ٤٣ مهم طالب مشران اؤ ٨٠٠ دطالبانو نور غړي شامل دي اؤ زياته کړې يې ده چې که چرې حکومت دغه طالب بنديان خوشې کړي ، نو ټي ټي پي به هم هاغه کسان ازاد کړي چې دحکومت اؤ وسله والو پوځونو سره يې درابطو لرلو په تور نيولي دي
پيښور- دپاکستاني طالبانو تحريک خپلې درې کسيزې مذاکراتي کميټۍ ته وئيلي چې کۀ چرې حکومت په قبائيلي سيمو کې د امنيتي ځواکونو د گمارنې څخه لاس اخلي اؤ پوځي عمليات ودروي نو هغوئ کولى شي حکومت سره اوربند وکړي،
دپاکستان يو شخصي ټي وي چينل ډان نيوز خپل يو راپور کې د جمعې په ورځ د سرچينو له خولې وئيلي د طالبانو د نهه کسيزې څارونکې کميټۍ مشر قاري شکيل د مذاکراتو دپاره د خپلې ټاکل شوې درې کسيزې کميټۍ غړو سره تماس نيولى اؤ د اوربند په اړه يې د طالبانو د شرطونونو څخه خبر کړي دي.
رپورټ کې وئيل شوي دطالبانو دکميټۍ اؤ قاري شکيل ترمينځ په دغه رابطه کې دحکومت په بند کې دطالبانو دبندي جنګيالو اؤ ټي ټي پي لخوا دتښتول شوؤ کسانو په اړه هم بحث شوى دى.
قاري شکيل وائي چې دحکومت په بند کې ٤٣ مهم طالب مشران اؤ ٨٠٠ دطالبانو نور غړي شامل دي اؤ زياته کړې يې ده چې که چرې حکومت دغه طالب بنديان خوشې کړي ، نو ټي ټي پي به هم هاغه کسان ازاد کړي چې دحکومت اؤ وسله والو پوځونو سره يې درابطو لرلو په تور نيولي دي.
رپورټ کې زياته کړل شوې قاري شکيل منلې ده چې دهغوي په بند کې کوم کسان دي په هغوي کې پروفيسراجمل، علي حيدر ګيلاني ، دواپډا اؤ ايف سي چارواکي شامل دي اؤ که چرې حکومت دټي ټي پي مشران اؤ غړي پريږدي نو ياد شوي کسان به هم خوشې کړل شي.
په دغه مهال طالبانو دا غوښتنه هم کړې ده چې وزيرستان ته په حفاظت سره د هغوئ د مذاکراتي کميټۍ رسولو دپاره بايد حکومت هيلي کاپټر ورکړي .
هغوئ په سيمه کې د بازارونو د بياجوړونې، دخلکو د بيرته ابادولو،د تعليمي ادارو د بحالۍ، د اوبۀ خور منصوبو، اؤ نورو اساسي منصوبو کې د خپله اړخه د بشپړ امداد وړانديز هم کړى دى خو تراوسه حکومتي چارواکو د طالبانو ددغو شرطونو اؤ وړانديزونو په اړه خپل غبرگون نۀ دى ښودلى
XS
SM
MD
LG