لاس رسیدونکی لینک

پرويز رشيد: طالبانو سره د خبرو مقصد هغوئ د قانون دائرې ته راوستل دي


پرويز رشيد وويل دبرطانيې اؤ ائرلينډ پشمول گڼو هيوادونو دخپلو مخالفو ډلو سره مذاکرات کړي اؤ تر دې چې امريکا هم ددغه مقصد لپاره طالبانو سره خبرې کوي.
پيښور- دپاکستان داطلاعاتو اؤ نشرياتو مرکزي وزير پرويز رشيد وئيلي دي حکومت به هيواد کې دمذاکراتو له لارې دامن راوستو هڅه کوي اؤ ددغه مقصد لپاره به خپلې مذاکراتي کميټۍ سره هررقم مرسته کوي.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل دمذاکراتو په مهال به حکومت دمثبتو تجويزونو په لاره کې خنډان نۀ راولاړوي اؤ زياته يې کړه چې دمذاکراتي عمل دکاميابۍ لپاره به دهرگام مرسته کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې پرويز رشيد وويل دبرطانيې اؤ ائرلينډ پشمول گڼو هيوادونو دخپلو مخالفو ډلو سره مذاکرات کړي اؤ تر دې چې امريکا هم ددغه مقصد لپاره طالبانو سره خبرې کوي.
هغه وويل چې امريکا دمذاکراتو عمل دپاکستان کورنۍ چاره گرځولې ده.
دهغه وينا وه طالبانو سره دمذاکراتو بنيادي مقصد غيرقانوني هلې ځلې اودرول اؤ هغوي دقانون په دائره کې راوستل دي.
ښاغلي رشيد وويل چې دطالبانو دکميټۍ د وزيراعظم، پوځ سرلښکر اؤ دائي ايس ائي مشر سره دليدنې په غوښتنه حکومتي کميټي غور کوي اؤ زياته يې کړه چې حکومت دطالبانو دکميټۍ په دغه غوښتنه دخپلو مذاکرات کارو دتجويزونو انتظار کوي.
هغه وويل کوم تجويزونه چې هم مخې ته راځي، حکومت به په هغې کې مرسته اؤ عمل درامد به پرې کوي.
پرويز رشيد وويل حکومتي مذاکرات کارو ته به هرشان مدد ورکولى شي اؤ که چرې وزيرستان ته دامن خبرو لپاره دهغوي دليږلو ضرورت پيښ شي نو دهيلي کاپټر خدمات به هم ورکولى شي.
دجوړجاړي دخبرو دقانوني حيثيت په اړه داطلاعاتو وزير وويل دامن خبرو اپشن په هاغو علاقو کې دعمل جوگه دى ، چرته چې طالبان زيات اثرورسوخ لري اؤ زياته يې کړه چې دغه خبرې غيرائيني نۀ دي ځکه چې دا يو قسم له غيرقانوني هلو ځلو ته دپايې ټکى کيښودل دي.
دفرورۍ په شپږمه نيټه ترسره شوې دطالبانو اؤ حکومتي مذاکراتو کميټو ترمينځ غونډه کې حکومتي کميټۍ غوښتنه کړې وه چې بايد دغه خبرې دائين دچوکاټ دننه وشي اؤ لمن دې يې دپاکستان دتندلاريتوب ځپلو سيمو پورې محدوده وي اؤ دطالبانو کميټۍ غوښتنه کړې وه چې بايد دوزيراعظم نواز شريف، پوځ دسرلښکر جنرل راحيل اؤ ډي جي ائي ايس ائي ظهيرالاسلام سره دې دهغوي ليدنه وکړل شي.
XS
SM
MD
LG