لاس رسیدونکی لینک

"خبرې به دائين لاندې اؤ دائره به يې کرکيچ ځپلو سيمو پورې غځيدلې وي"


په دغه مهال حکومتي کميټۍ د طالبانو د کميټۍ څخه دا خواهش هم کړى دى چې بايد د طالبانو لوړ پوړو مشرانو سره نيغ په نيغه د هغوئ ليدنې ته امکانات برابر کړي اؤ د طالبانو کميټۍ د وزيراعظم، د پوځ د سرلښکر اؤ د استخباراتي شبکې ايي ايس ايي د مشر سره د ليدنې خواهش کړى دى .
پيښور- په پاکستان کې د وسله والو طالبانو اؤ حکومت لخوا د روغې جوړې دپاره د ټاکل شوؤ کميټو لمړۍ غونډه کې په دې خبره اتفاق شوى چې دواړه خواوې به خبرې د پاکستان د ائين د چوکاټ دننه اؤ د ائين د غوښتنو په اساس کوي اؤ ددغو خبرو لمن به يواځې د کړکيچ ځپلو سيمو پورې غځيدلي وي.
له دې وړاندې طالبانو څو څو ځل دعوه کړې چې هغوئ دپاکستان ائين نۀ مني اؤ يواځې د شريعت پلوي دي.
د زيارت په ورځ د پلازمينې اسلام اباد په خيبرپښتونخوا هاؤس کې د حکومتي اؤ طالبانو د کميټو گډه غونډه ترسره شوې چې پکې د حکومت استازيتوب عرفان صديقي، ميجر ريټائرډ عامر، رستم شاه مهمند اؤ رحيم الله يوسفزئ اؤ د طالبانو استازيتوب مولانا سميع الحق ، مولانا عبدالعزيز اؤ پروفيسر ابراهيم وکړو .
د غونډې په پايې کې د جاري شوې گډې اعلاميې له مخې دغو خبرو اترو کې دواړه خواوې په دې خبره رضا شوې چې مذاکرات دې دائين د چوکاټ دننه وکړل شي اؤ په دغه دوران کې بايد دداسې هر رقم گام پورته کولو څخه ډډه وکړل شي چې امن ته زيات رسولى شي.
داعلاميې له مخې غونډه کې د طالبانو کميټۍ حکومتي کميټي د خپلو تحفظاتو څخه اگاه کړه اؤ دهغوئ څخه غوښتنه هم وکړل شوه چې بايد دريم قوت بې نقابه کړل شي چې د خبرو اترو روان عمل تالا ترغۍ کول غواړي.
په دغه مهال حکومتي کميټۍ د طالبانو د کميټۍ څخه دا خواهش هم کړى دى چې بايد د طالبانو لوړ پوړو مشرانو سره نيغ په نيغه د هغوئ ليدنې ته امکانات برابر کړي اؤ د طالبانو کميټۍ د وزيراعظم، د پوځ د سرلښکر اؤ د استخباراتي شبکې ايي ايس ايي د مشر سره د ليدنې خواهش کړى دى .
غونډه کې حکومتي کميټۍ د طالبانو د هاغه نهه کسيزې کميټۍ د صلاحيت په بابله هم پوښتنه راولاړه کړى چې طالبان وايي دغه کميټي يې د مذاکراتو دعمل څارنې دپاره جوړه کړې ده.
دغونډې څخه وروستو د حکومتي کميټۍ رابطه کار اؤ د طالبانو د کميټۍ غړي مولانا سميع الحق خبريالانو ته وئيلي دي نننۍ غوڼده په ډير ښۀ ماحول کې ترسره شوې اؤ هيله ده چې ډير زر به يوې غوڅې نتيجې ته ورسيږو.
هغوئ وويل د خبرو اترو کاميابيدو دپاره ضروري ده چې د ترهگرۍ د ټولو کاروائيو لړۍ بايد په سمدستي ډول ودرول شي
دواړو خواؤ په دغه غونډه کې په دې خبره هم اتفاق کړى چې د خبرواترو دائره به د کرکيچ ځپلو سيمو پورې غځيدلي وي اؤ دغه خبرې به هم ډيرې زر راغونډولى شي
XS
SM
MD
LG