لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي خبرې روانې دي


له دې وړاندې دحکومتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي په اسلام اباد کې دخپلې کميټۍ دمشرۍ کولو په مهال وئيلي وؤ چې هغوي ته دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ له لوري رابطې لپاره مثبت ځواب ترلاسه شوى دى.
له دې وړاندې دحکومتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي په اسلام اباد کې دخپلې کميټۍ دمشرۍ کولو په مهال وئيلي وؤ چې هغوي ته دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ له لوري رابطې لپاره مثبت ځواب ترلاسه شوى دى.
پيښور- راپورونه وائي دزيارت په ورځ دپاکستان دحکومت اؤ تندروه غيرقانوني ډلې تحريک طالبان پاکستان دمذاکراتي کميټوترمينځ لمړۍ رسمي غونډه په کوم نامعلوم مقام روانه ده.
دسرچينو وينا ده چې دحکومت اؤ طالبانو دکميټو دغه غونډه په دوستانه ماحول کې روانه ده اؤ اوس به دغه خبرې دروزانه په اساس کيږي.
په حکومتي مذاکرات کارو کې دوزيراعظم ځانگړى مرستيال اؤ دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي، په افغانستان کې دپاکستان پخوانى سفير رستم شاه مهمند، نوميالى صحافي رحيم الله يوسفزئي اؤ ريټائرډ ميجر عامر خان شامل دي.
همدغه شان دټي ټي پي په مذاکرات کارو کې دجماعت اسلامي(س) مشر مولانا سميع الحق، داسلام اباد دلال جومات خطيب مولانا عبدالعزيز اؤ دجماعت اسلامي پروفيسر محمد ابراهيم برخه لري.
له دې وړاندې دحکومتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي په اسلام اباد کې دخپلې کميټۍ دمشرۍ کولو په مهال وئيلي وؤ چې هغوي ته دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ له لوري رابطې لپاره مثبت ځواب ترلاسه شوى دى.
عرفان دا هم وئيلي وؤ چې هغوي په پرانستي زړۀ اؤ ذهن سره دمذاکراتو په عمل کې شامليدل غواړي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې داولسي هيلو سره سم به دمذاکراتي عمل مثبتې نتيجې را اوځي.
بلخوا دطالبانو دکميټۍ غړي مولانا سميع الحق دپاکستان وفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان ته ټيليفون کړى اؤ ورسره يې هيواد کې دامنيت دټينگښت په بيلا بيلو لارو چارو خبرې اترې کړي دي.
مولانا سميع الحق سره دخبرو په مهال چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې حکومت دمذاکراتو عمل په پوره سنجيدگۍ سره شروع کړى اؤ حالات معمول ته راوستل غواړي.
دکورنو چارو وزير وويل دحکومت پشمول ټول قام دمذاکراتي کميټو ترمينځ دخبرو اترو دکاميابۍ لپاره دعا کوي
دهغه وينا وه حکومت به دطالبانو ډلې سره خبرو اؤ دمثبتې نتيجې راوتلو لپاره خپلې کميټۍ سره کوټلې مرسته کوي.
په دغه موقع مولانا سميع الحق دمذاکراتي عمل دودې لپاره دداخله وزير کردار وستائيلو اؤ دښو نتيجو راوتو هيله يې څرگنده کړه.
دواړو مشرانو دامن عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره يو بل سره په رابطه کې داوسيدو فيصله هم وکړه.
دپاکستان د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ روغې جوړې دپاره د دواړو لورو لخوا د ټاکل شوؤ مذاکراتي کميټو تيره ورځ کيدونکې لمړۍ غونډه وروستو له هغې ځنډيدلې وه چې حکومتي کميټۍ د طالبانو د کميټۍ څخه په ځينو معاملو وضاحتونه وغوښتل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG