لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وايي طالبانو سره خبرې يې کورنۍ معامله ده

نوموړې دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د دفتر وياندې ميډيا ته وويل طالبانو سره خبرې د پاکستان کورنۍ معامله ده خو امريکا پاکستان کې رامينځته شوؤ بدلونونو ته په دقت سره ځيرده.

پيښور- دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ وئيلي دي چې دغيرقانوني تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کول دپاکستان کورنۍ چاره ده.
نوموړې دغه څرگندونې وروستو له هغې کړي چې تيره ورځ د امريکا د بهرنيو چارو د دفتر وياندې ميډيا ته وويل طالبانو سره خبرې د پاکستان کورنۍ معامله ده خو امريکا پاکستان کې رامينځته شوؤ بدلونونو ته په دقت سره ځيرده.
اسلام اباد کې خارجه وزارت کې ميډيا ته داووۀ نيز احوال تيرولو په مهال ددې پوښتنې په ځواب کې که چرې پاکستاني طالبان دامن لپاره پخپلو شرطونو کې پاکستان ته دامريکا په مشرۍ دترهه گرۍ په ضد دجگړې څخه دوتلو شرط کيږدي ، نو ايا پاکستان به امريکا سره خپل ائتلاف مات کړي که نه ؟وياندې وويل دا يواځې دمفروضې منظرنامه ده.
ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل پاکستان امريکا څخه دډرون حملو دکمولو نۀ بلکې ددغو حملو داودرولو غوښتنه کړې ده.
تيره ورځ امريکائي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ دامريکائي چارواکو له خُلې پخپل يو راپور کې دعوه کړې وه چې دپاکستان دحکومت له لوري طالبانو سره دمذاکراتو په تناظر کې دډرون حملو نۀ کولو په غوښتنه اوباما انتظاميې پاکستان کې دډرون حملې تر زياده حده محدودې کړي دي.
وياندې وويل دډرون حملو په اړه دپاکستان دريځ واضحه دى اؤ زياته يې کړه چې دغه طريقه ناقابل قبول اؤ دپاکستان دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده.
هغې وويل دډرون حملو په اړه نړيوالې ټولنې هم دپاکستان ددريځ ملاتړ کړى دى.
دخارجه دفتر وياندې وويل پاکستان پرله پسې امريکا سره په دغه معامله خبرې کړي اؤ غوښتنه يې کړې چې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي دې اودرول شي.
دکراچۍ په لانډهي جيل کې دمړ شوي يو هندوستاني بندي په اړه تسنيم اسلم وويل ٥٠ کلن کشن دتيرې زياتې مودې راهسې ناروغه ؤ اؤ هند ته دهغه دمړي ليږلو لپاره پاکستان په اسلام اباد کې دهند دهائي کميشن سره په تماس کې دى.
هند سره دگيس پائپ لا ئن منصوبې په اړه تسنيم وويل دغه منصوبه رد کړل شوې نۀ ده اؤ زېاته يې کړه چې دمطلوبه پيسو دکمي له امله دپائپ لا ئن جوړول دځنډ سره مخ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG