لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا وايي پاکستان کې د وروستو بدلونونو د نزدې څخه جاج اخلي


هغې وويل پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې دامريکا ائتلافي دى اؤ امريکا غواړي په دغه هيواد کې امن پځايې وي.
هغې وويل پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې دامريکا ائتلافي دى اؤ امريکا غواړي په دغه هيواد کې امن پځايې وي.
امريکا وئيلي طالبانو سره خبرې اترې کول دپاکستان کورنۍ معامله خو امريکا دغه هيواد کې په وروستيو کې د رامينځته شوؤ بدلونونو اؤ راپورونو د نزدې څخه جائزه اخلي .
دامريکا د بهرنو چارو د محکمې وياندې جين ساکي خبريالانو ته د احوال تيرولو په ترڅ کې وئيلي دي پاکستاني چارواکي کۀ د طالبانو سره خبرې اترې کوي نو دا يې کورنۍ معامله ده اؤ پاکستان پخپلو کورنو چارو کې په بشپړ ډول خپلواکه دى .
هغې وويل پاکستان د ترهگرۍ په ضد جگړه کې دامريکا ائتلافي دى اؤ امريکا غواړي په دغه هيواد کې امن پځايې وي.
په دغه موقعه وياندې پاکستان کې د ډرون حملو په هکله د څه قسمه رايې ورکولو څخه ډډه وکړه.
د خارجه محکمې وياندې جين ساکي وئيلي کۀ چرې د پاکستان حکومت خپل هيواد کې دامن د ټينگښت دپاره طالبانو سره خبرې کول ضروري گڼي نو دا يې پخپل واک کې ده اؤ امريکا په دغه لړکې هيڅ قسمه رايې نۀ ورکوي .
هغې دا هم وويل چې امريکا به ددغو مذاکراتو د کاميابۍ اؤ ناکامۍ په اړه هم د وړاندې څخه څه نۀ وايي .
بل لوري ته د امريکې د محکمه خارجه مرستيال وزير ډين فېلډمين هم وائس اف امريکا سره يوې ځانگړې مرکه کې وئيلي د پاکستاني حکومت دتحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات کول د هېواد دننه خپله معامله ده
د پاکستان او امريکا د سټراټيجيکې مذاکراتو په اړه نوموړي وويل دا د دواړه هېوادونو ترمنځ د اعلي کچې ډير د اهميت وړ مذاکرات وو ، ځکه چې دا خبرې اترې د څو کالو دمې وروستو ترسره شوي
د مرستيال وزير په وينا په دغو مذاکراتو کې دوؤ خبرو ته زياته توجه ورکړی شوې ده ، چې پکې لمړۍ د معيشت ، توانائي او تجارت په اړه وې او په دوهمه برخه کې په امنيت خبرې شوي چې پکې د افغانستان د جنگ او ترهگري د بحث لاندې راغلې ده
د نوموړي په خبره اوسني سټراټيجيکي مذاکرات له دې امله هم د اهميت وړ دي چې دا د دواړه هېوادونو ترمنځ د اعلي پايې د چارواکو په سطح خبرې وې ، چې پکې د پاکستان لخوا قامي سلامتۍ او د وزيراعظم د بهرنو چارو مشير سرتاج عزيز او د دفاع وزير خواجه اصف سره نورو لوړپوړو چارواکو گډون لرلو ، او د امريکې د ډلې مشري خارجه وزير جان کېري کوله .
د يو سوال په ځواب کې ډين فيلډ وويل چې اېبټ اباد کې د القاعده مشر اسامه بن لادن په ضد د عملياتو او د سلالې د چيک پوستې د پېښې سره د امريکې او پاکستان اړيکې خرابې شوې وې ، ولې امريکې په دغه لړ کې د غلطو لرې کولو او اعتماد په ځايې کولو دپاره هڅې وکړې .
تېرکال د امريکې د خارجه وزير جان کېري د پاکستان د دورې ، او اعلي چارواکو سره د ليدو له کبله دغه اړيکې ښې شوي . او د دواړه هېوادونو ترمنځ په سټراټيجيکي مذاکراتو بيا پېل کولو اتفاق وشو .

دپاکستان حکومت وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې دپاره وروستو له هغې مټې رابډ وهلي دي چې دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې ياغي طالبانو د امنيتي ځواکونو ، سياسي فعالينو اؤ عام اولس په ضد د بريدنو لړۍ چټک کړه .
حکومت د طالبانو سره خبرو اترو دپاره يوه څلور کسيزه کميټه ټاکلې ده اؤ طالبانو هم خبرو دپاره خپل استازي معرفي کړي دي خو تر دې مهاله د حکومتي اؤ طالب استازو ترمينځ هيڅ قسمه ليدنه نۀ ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG