لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سبا دحکومتي اؤ طالبانو د مذاکراتي کميټو دليدنې هيله


دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې مونږ به خبرو کې دهغوي انديښنې اورو
دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې مونږ به خبرو کې دهغوي انديښنې اورو
پيښور- دشورو په ورځ دحکومت له لوري طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دټاکلې شوې څلور کسيزې کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې دطالبانو اؤ حکومت دمذاکراتي کميټو ترمينځ سبا دليدنې احتمال دى.
دپاکستان د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ روغې جوړې دپاره د دواړو لورو لخوا د ټاکل شوؤ مذاکراتي کميټو تيره ورځ کيدونکې لمړۍ غونډه وروستو له ځنډيدلې وه چې حکومتي کميټۍ د طالبانو د کميټۍ څخه په ځينو معاملو وضاحتونه وغوښتل.
دحکومتي مذاکراتي کميټۍ يو غړي اؤ نوميالي صحافي رحيم الله يوسفزئي ترمخه طالبانو څخه چې په کومو معاملو وضاحتونه غوښتل شوي په هغې کې دعمران خان اؤ فضل الرحمان دگوند ديو غړي لخوا دطالبانو کميټۍ کې دشامليدو څخه دانکار وروستو دهغوي پځايې دنورو کسانو ټاکل، دطالبانو لخوا دټاکل شوې نهه کسيزې څارنيزې کميټۍ حيثيت اؤ دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ دفيصلو کولو داختيار په اړه معاملې شاملې دي.
خو دشورو په ورځ اسلام اباد کې ددفاع پاکستان کونسل په تابيا دکشميريانو سره ديووالي دڅرگندونې ريلۍ ته پخپله وينا کې دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ غړي مولانا سميع الحق وويل حکومتي کميټۍ ته يې په ډاگه کړې چې زمونږ سره واک شته خو تاسو بې اختياره يئ.
مولانا سميع الحق وويل ټول قام دې دمذاکراتو ملاتړ وکړي اؤ بايد دخبرو اترو دغه معامله دې کړکيچنه جوړه نۀ کړل شي.
مولانا سميع الحق تور ولگولو چې واکمنانو ائين مات کړى اؤ طالبان دهغه په قول په ائين دعمل درامد جگړه کوي.
سميع الحق زياته کړه دحکومتي مذاکراتي کميټۍ ټولو غړو ورسره رابطه کړې ده.
دجى يو ائي (س) مشر په دغه موقع دوزيراعظم ميا نواز شريف له لوري دې تجويز ته هم ځواب ووئيلو چې بايد دطالبانو په مذاکراتي کميټۍ کې دټي ټي پي يو غړى شامل وي اؤ وې وئيل دا يو عجيبه درخواست دى، مونږ يوه ازاده کميټي يو،مونږ دحکومت يا طالبانو سره تعلق نۀ لرو اؤ زياته يې کړه چې هغوي به په مذاکراتو کې ددواړو لورو گټو ته گوري.
سميع الحق وويل دهغوي کردار به دهاغو دريم گړو پشان وي چې لمړى به ټي ټي پي سره خبره کوي اؤ بيا به خپل پيغام حکومت ته رسوي.
سميع الحق زياته کړه چې حکومت دډرون حملو په اودرولو اؤ پاکستان دترهه گرۍ په ضد دجگړې څخه ويستو کې بې وسه دى.
دمولانا سميع الحق ددغو څرگندونو په ځواب کې دحکومتي مذاکراتي کميټۍ رابطه کار عرفان صديقي وئيلي دي چې مونږ به خبرو کې دهغوي انديښنې اورو اؤ دخپلو انديښنو څخه به هغوي خبرو.
عرفان صديقي وويل که زمونږ داختياراتو په اړه دطالبانو کميټي انديښنې لرې نو هغه به لرې کولى شي اؤ مذاکراتو کې به ټولې معاملې مخې ته راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG