لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف هند ته دمذاکراتو له لارې دکشمير دستونزې دپرامنه هواري بلنه ورکړې


 چې ترڅو دکشمير ستونزه په پرامنه توگه نۀ وي هواره شوې ، په دې سيمه کې به دکشمکش اؤ بې يقينۍ فضاء برقراره وي
چې ترڅو دکشمير ستونزه په پرامنه توگه نۀ وي هواره شوې ، په دې سيمه کې به دکشمکش اؤ بې يقينۍ فضاء برقراره وي
دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف کشميريانو سره ديووالي دڅرگندونې دورځې په موقع هندي قيادت ته دشورو په ورځ دمذاکراتو له لارې دکشمير دستونزې دهواري بلنه ورکړې ده.
دشورو په ورځ مظفراباد کې دپاکستان دانتظام لاندې دکشمير قانون سازې اسمبلۍ اؤ دکشمير کونسل گډې غونډې ته پخپله وينا کې پاکستاني وزيراعظم وويل دکشمير دستونزې دنۀ حل کيدو صورت کې به دسيمې په ټولنيزې اؤ اقتصادي پرمختيا منفي اغيزې پريوځي.
هغه وويل په دې خبره کې شک نشته چې ترڅو دکشمير ستونزه په پرامنه توگه نۀ وي هواره شوې ، په دې سيمه کې به دکشمکش اؤ بې يقينۍ فضاء برقراره وي چې له امله به يې په پرمختيا اؤ ثبات منفي اغيزې پريوځي، ځکه مونږ دهند څخه هيله لرو چې ددغه حساسې ستونزې دادراک په کولو سره به ددې دپرامنه هواري په لوري زمونږ دبلنې مثبت ځواب راکړي
په ١٩٤٧م کې دبرطانيې څخه دازادۍ ترلاسه کولو راپديخوا دکشمير لانجمنه ستونزه دپاکستان اؤ هند ترمينځ دپرله پسې تاؤتريخوالى علت جوړ شوى دى.
نواز شريف وويل هيواد يې هند سره خپل مينځي باور ته دودې ورکولو لپاره دکشمير دويشونکې کرښې( لا ئن اف کنټرول) دپرانستو اؤ ددې دواړو غاړو ته دتجارت اؤ تگ راتگ پشمول دگڼو گامونو اغاز کړى چې دا خبره ثابتوي چې پاکستان سيمه کې امن غواړي.
دهغه په قول که چرې هند دکشميري اولس دخوداراديت حق مني ، نو ددواړو هيوادونو ترمينځ ښې اړيکې وده موندلى شي.
دهغه وينا وه پاکستان هند سره دامنيت د ټينگښت په هر تجويز غور ته تيار دى اؤ هند ته دکشمير دستونزې هواري لپاره دپرمختگ بلنه ورکوي.
نواز شريف يوځل بيا هند سره دکشمير په شمول دټولو معاملو هواري لپاره دمقصدي اؤ گټورو مذاکراتو دخواهش څرگندونه وکړه.
تيرکال دجون په مياشت کې اقتدار ته درسيدو وروستو نواز شريف څو ځله ددې خواهش اؤ ارادې څرگندونه کړې چې دگاونډي هيواد هند سره ښو اړيکو ته ليواله دى.
ددواړو هيوادونو ترمينځ تيرکال کشمير کې په لا ئن اف کنټرول په يو بل داوربند دسرغړونو دتورونو وروستو حالات تاؤژن شوي وؤ، خو دستمبر په مياشت کې نيويارک کې ددواړو هيوادونو دوزيراعظمانو ترمينځ ليدنه کې په لا ئن اف کنټرول دتاؤتريخوالي دکمولو په گامونو اتفاق شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG