لاس رسیدونکی لینک

صوابۍ کې په قام پرستۍ دمذهبي سوچ زياتيدونکې غلبه

  • ډیوه رپورټ

د يوې اندازې مطابق په دغه ټوله ضلعه کې د900ؤ نه نيولې تر 1000ؤ پورې داسې سترې ديني مدرسې هم شته چې هلته د نورو سيمو اؤ ښارونو څخه هم خلک ورځي اؤ ديني زده کړي پکې کوي.
صوابۍ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې هاغه سيمه ده چې دابادۍ په لحاظ ورته د څلورمې لويې ضلعې درجه حاصله ده اؤ دغه سيمه دپاکستان د دارالخلافې اسلام اباد څخه يواځې د 70.47 کلو ميټره په فاصله پرته ده .
د صو ابۍ پولې د بونير، مردان، نوښار اؤ هريپور سره هم لگيدلي دي چې دغه ټولې سيمې په څه نا څه حوالو د حکومت مخالفه ياغي جنگيالو د اثر لاندې گڼل کيږي.
په صوابۍ کې د مذهب د بيلابيلو مکتبونو يا مسلکونو سره تړاؤ لرونکي داسې په گڼ شميرخلک ميشته دي چې هغوئ په نوي نسل کې د مذهبي سوچ دخورولو دپاره باقاعده منظم پروگرامونه په وړاندې وړي.
دغلته کۀ يو خوا د اشاعت التوحيدوالسنت په نوم ديوې سخت دريځه اسلامي ډلې په تابيا کلي په کلي ديني مدرسې چليږي نو بلخوا د بيلابيلو مذهبي سوچ لرونکو گڼ شمير ديني مدرسې هم فعالې دي .
هسې خو د صوابۍ په هر ښار کلي اؤ کوڅه کې داسې وړې وړې ديني مدرسې وجود لري چې د جوماتونو دننه جوړې وي اؤ د سيمې ماشومان پکې ديني زده کړي کوي خو د يوې اندازې مطابق په دغه ټوله ضلعه کې د900ؤ نه نيولې تر 1000ؤ پورې داسې سترې ديني مدرسې هم شته چې هلته د نورو سيمو اؤ ښارونو څخه هم خلک ورځي اؤ ديني زده کړي پکې کوي.
دصوابۍ ډپټي کمشنر کامران اپريدي وايي دصوابۍ په دغو مدرسو کې يواځې شل فيصده ديني مدرسې رجسټرډ دي اؤ 70 فيصده نورې مدرسې په غيرقانوني ډول چليږي چې رجسټريشن يې نۀ دى شوى.
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې انتظاميي مشر زياته کړه په دغو مدرسو کې چې څومره طالبان سبق وايي تر خپله وسه سيمه ايزې انتظاميې د هغوئ په بابله ټول معلومات راټول کړي چې پکې د پنجاب اؤ د ملک دنورو برخو ترڅنگ غيرملکي طالبان هم شامل دي.
هغه وويل اوس اوس يې په دوؤ مدرسو کې دغيرملکي طالبانو د سبق وئيلو په هکله معلومات راټول کړي چې د تهايي لينډ سره تعلق لري خو دلته يې ځانونه رجسټر کړي دي.
دپنج پيريانو مرکز
په دغو مدرسو کې د صوابۍ د پينج پير کلي دننه د مولانا محمد طيب په مشرۍ هاغه لويه ديني مدرسه هم شامل ده چې دپاکستاني طالبانو د تحريک اوسني مشر مولوي فضل الله، د تحريک نفاذ شريعت محمدي په نوم د ملاکنډ د تندلارو د يو تنظيم مشر مولانا صوفي محمد، د خيبرايجنسۍ د مسلح تندروه تنظيم د مشر منگل باغ استاذ مفتي منير شاکر، دپاکستاني طالبانو دتحريک پخواني مشر مولوي فقيرمحمد اؤ دپاکستان گڼو نورو حکومت مخالفه ياغي کمانډرانو ددغه مدرسې څخه ديني زده کړي کړي دي.
مولانا محمد طيب د صوابۍ د يو پخواني مذهبي شخصيت مولانا محمد طاهر ځوي اؤ دپاکستان دپوځ د يو پخواني لوړ پوړي افسر ميجرعامر ورور دى.
هغه هسې خو ځان د ديوبند مکتبه فکر سره تړلى گڼي خو دپنج پيريانو مسلک دسعودي عرب د مولانا عبدالوهاب نجدي دسخت دريځه اسلامي سوچ په اساس ولاړ گڼل کيږي چې په عمومي توگه ورته د وهابيانو اصطلاح کارؤل کيږي.
دغه خلک مزارونو ته ورتگ، عيدميلاد النبي نمانځل ،دسماع محفلونه منعقد کول" بدعت "يا ناروا گڼي اؤ په پاکستان کې چې په دې وروستيو کې څومره د اولياء کرامو مزارونه په بمونو الوځول شوي نو دهغوئ دسوچ مخالفو طبقو د هغې ذمه وار د وهابيت سوچ گرځولى دى.
دپنچ پيريانو پيرو کار نۀ يواځې په ټول پاکستان کې موجوديت دى بلکې د هغوئ دائره د افغانستان کونړ اؤ نورستان صوبو پورې هم غځيدلې ده .
دپاکستان په خيبرپښتونخوا، پنجاب اؤ سندهـ صوبو کې داشاعت التوحيد والسنت د سيوري لاندې نۀ يواځې گڼ شمير ديني مدرسې فعاله دي بلکې په زياتره ښارونو،بانډو اؤ کلو کوڅو کې ددغه سوچ پيروکار د خپلو کورونو دننه د زنانه ؤ دپاره د ديني درس وتدريس پروگرامونه هم په باقاعدگۍ سره منعقدکوي.
ددې ترڅنگ د خپل سوچ خورولو دپاره د پنج پير د مسلک عالمان په خيبرپښتونخوا کې د ايف ايم راډيو له لارې خپرونې هم کوي.
دپنج پير د مدرسې مشر مولانا محمد طيب د ميجر(ر) عامر مشر وورو دى اؤ ميجرعامر دپاکستان دپوځ هغه پخوانو افسرانو کې شميرل کيږي چې دپاکستان اؤ افغانستان دننه په حکومت مخالفه ياغي طالبانو په ليکو کې زيات اثر رسوخ لري.
همدغه وجه ده چې اوس مهال په پاکستان کې د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ د جوړجاړي کومې هڅې پيل شوي دي د پاکستان وزيراعظم ميانوازشريف ددغو هڅو د موثر ثابتولو دپاره د حکومت لخوا طالبانو سره مذاکراتو دپاره ټاکل شوې څلور کسيزه کميټۍ کې ميجر(ر) عامر هم شامل کړى دى .
په ميجرعامر کال 1989ء کې د هاغه وخت د پاکستان د وزيراعظمې بې نظير بهټو د حکومت د تختې نسکورولو سازش جوړولو تورونه هم لگول شوي وؤ.
اؤ بې نظيربهټو د هغۀ په ضد د حکومت خلاف د سازش کولو مقدمه هم درج کړې وه.
نوموړى د پاکستان د پخواني پوځي سرلښکر جنرال اسلم بيگ اؤ جنرال کلو لخوا د پوځ څخه ويستل شوى ؤ اؤ کله چې بيا جنرال پرويز مشرف په پاکستان کې دپوځ مشري ترلاسه کړه نو هم يې ميجرعامر د خپلو بچو سره تر اوؤ مياشتو دکور دننه نظربند ساتلى ؤ.
نن هم ميجرعامر دپرويز مشرف د سختو مخالفينو اؤ د وزيراعظم نوازشريف د نزدې يارانو د جملې څخه شميرل کيږي.
نوازشريف باندې ځينې څيړونکي تور لگوي چې د تندروه طالبانو د پاره د خواخوږۍ جذبات لري اؤ د طالبانو دپاره د يو رقم جذباتو لرلو له امله ميجرعامر هم هغه خپل خواخوږى گڼي.
همدغه شان د پاکستان يو پخوانى کرکټر عمران خان چې دا مهال دپاکستان تحريک انصاف په نوم د سياسي گوند مشري په لاس کې لري اؤ په خيبرپښتونخوا کې د حکومت واگې هم ددغه گوند په لاسو کې دي ،د عمران خان گوند هم د تندروه طالبانو خواخوږى گڼل کيږي اؤ طالبانو اوس اوس حکومت سره د مذاکراتو دپاره عمران خان د خپل استازي په توگه نومولى ؤ.
عمران خان هم د ميجرعامر سره غوره اړيکي لري چې زياتره وخت د صلاح مشورو دپاره دصوابۍ پنج پير کلي ته ميجرعامر له ورځي.
دپاکستان په پوځ اؤ سخت دريځه اسلامي تنظيمونو کې دميجر عامر د زيات اثر رسوخ لرلو په وجه کۀ هرڅو په پاکستان کې زياتره خلک د پنج پيريانو د مذهبي سوچ سره اختلافات لري خو ددغو اختلافاتو څرگندونه په ډاډه زړۀ نۀ شي کولى.
ددې ترڅنگ په دغه سيمه کې هاغه تبليغي مرکز هم فعاله دى چې د هرې جمعې په شپه ورته په زرگونو خلک ورځي اؤ ددغه ځايې څخه بيا د هيواد بيلابيلو سيمو ته د مذهب د تبليغ دپاره اوځي.
فکري تړون
صوابۍ که هر څو په بنيادي توگه يوه د کروندې سيمه ده اؤ د زياتره اوسيدونکو د ژوند دار ومدار يې په کرکيله دى خو دغې خاورې په هر دور کې د ژوند په بيلابيلو څانگو خصوصاً په سياست،ادب،تقافت تعليم اؤ سپورټس کې ډيرداسې نوميالي شخصيات هم زيږولي دي چې په نړيوال کچ يې شهرت موندلى دى .
په دغو شخصياتو کې صاحبزاده عبدالقيوم خان، کرنل شيرخان،دپاکستان پخوانى کرکټر عبدالقادرخان،اوسنى کرکټر جنيدخان،پخوانى باکسر خرم شهزاد،سندرې غاړې باچا زرين جان،صحبت خان دمرغز اؤ گڼ داسې نور شامل دي چې په نړيوال کچ يې خپله پيژندگلو جوړه کړې ده.
دتعليم په حواله هم صوابۍ غني ضلعو کې شميرل کيږي اؤ ددې علاقې زياتره خلک داعلي تعليمونو په وجه دپاکستان دننه اؤ بهر په مهمو ادارو کې په ښو ښو عهدو خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
دانجنئيرنگ سانسئز اؤ ټيکنالوجۍ دپاره د پاکستان معياري تعليمي اداره غلام اسحاق خان انسټي ټيوټ هم په صوابۍ کې موقعيت لري.
په يو وخت کې صوابۍ د چارسدې څخه وروستو د پښتون قام پرسته سياست دوهم لويې مرکز گڼل کيدو.
دپاکستان جوړيدو څخه د مخه د خان عبدالغفار خان په مشرۍ د خدايي خدمتگارو تحريک چې کله د سياسي يا ټولنيزو خدمتونو مبازره کوله نو د چارسدې څخه وروستو صوابۍ هاغه دوهمه لويه سيمه وه چې د قام پرستۍ غږ پکې زيات پياوړى ؤ اؤ هم ددغه علاقې سره تعلق لرونکي زياتره شخصيات لکه فردوس خان، عبدالعزيزخان ،منعفت خان ،سالارمنيرخان،جرنيل غلام حيدر،کامدار خان اؤ گوهر د باچا خان ملاتړي وؤ .
دصوابۍ په تاريخ ژور نظرلرونکي اؤ کا لم نگار جميل مرغز وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "
صوابۍ د تاريخ په اوږدو کې د قام پرستۍ مرکز پاتې شوى اؤ دلته کۀ هر څو مذهبي فکر پياوړى پاتې شوى خو دغه مذهبي فکر کله هم د قام پرستۍ د چوکاټ نه بهر نه دى وتلى."
هغه وويل "که مونږ د صوابۍ تير تاريخ ته وگورو نو ددې ځايې لويې لويې ديني عالمان هم د خدايي خدمتگار تحريک برخه پاتې شوې ده چې په هغې کې مولانا سيد امير د کوټې ، د مولانا طيب پلار مولانا طاهر اؤ د ډاگۍ حمدالله مولوي صييب هم شامل دي "
هغه وويل"مولانا طاهر ته خو د خدايي خدمتگاروسره د پيوستون په سزا کې هغه سزاگانې ورکړل شوې وې چې د پښتنو په ټولنه کې ورته په بې کچه سپک نظر کتل کيږي خو هغه بيا هم د خدايي خدمتگارو د تحريک څخه لاس نه اخستلو"
دجميل مرغز په وينا"کۀ څوک دا گڼي چې پرون د پاکستان دمذهبي گوندونو ائتلاف متحده مجلس عمل اؤ نن تحريک انصاف په سياسي ډول دصوابۍ څخه کاميابي موندلې ده نو هغوئ ته بايد واضحه وي چې متحده مجلس عمل د يو ځانگړي وضعيت په تناظر کې دپاکستان استخباراتي شبکې ايي ايس ايي اقتدار ته رسولى ؤ اؤ نن کۀ د عمران خان گوند تحريک انصاف د صوابۍ نه کاميابيږي نو هغوئ د مذهب په نوم د چا نه ووټ نۀ ؤ غوښتې بلکې ددې خاورې بيلابيلا مسلې يې خلکو ته په بيلابيلو شکلونو مخې ته کړي دي "
هغه وويل نن هم دصوابۍ خلک د مذهبي سوچ نه زيات قام پرستۍ طرفته مائله دي خو دا چې کۀ څوک پوښتنه راولاړوي چې ولې پکې قام پرستان په سياسي توگه دماتې سره مخ شول نو مونږ ته به دا حقيقت په نظر کې نيول پکار وي چې نن دنيا بدله ده، نن دنيا ديو کلي شکل اخستې دى اؤ مونږ ته به د نوي دور د تقاضو په اساس داولس په وړاندې د قام پرستۍ تعريف کول وي.
دقام پرستۍ سره سره په دغه سيمه کې په تاريخي لحاظ مذهبي جرړې هم ډيرې ژورې پاتې شوي دي .
ځينې څيړونکي د پاکستان دننه په 11مه مئ 2013 ترسره شوؤ انتخاباتو کې د صوابۍ څخه د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحريک انصاف د کانديدانو برياليتوب اؤ د قام پرستو گوندونو دغلته ناکامي هم په سياست د مذهبي سوچ د غلبې سره تعبير کوي اؤ په دې نظر دي چې د صوابۍ دننه اوس هاغه مخصوص سخت دريځه مذهبي سوچ ورځ په ورځ وده مومي دکوم دپاره چې دسعودي عرب موسسو دغلته د ډير وخت څخه په خاموش انداز کې کار کولو اؤ دديني مدرسو اؤ نورو مذهبي پروژو دلارې يې ريالونه لگول.
په خيبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان تحريک انصاف په حکومت کې د صوبايي اسمبلۍ د سپيکر کرسۍ د صوابۍ څخه انتخاباتو کې کامياب شوي اسد قيصر ته سپارلې ده چا چې د خپل سياست پيل دپاکستان پوځ اؤ جهادي تنظيمونو ته د نزدې مذهبي گوند جماعت اسلامي د يو تنظيم شباب ملي د پليټ فارم څخه کړى ؤ اؤ وروستو يې تحريک انصاف سره د خپل ذهني پيوست په اساس خپله لاره يو کړه.
جغرافيايي اهميت
د صو ابۍ پولې د بونير، مردان، نوښار اؤ هريپور سره هم لگيدلي دي چې دغه ټولې سيمې په څه نا څه حوالو د حکومت مخالفه ياغي جنگيالو د اثر لاندې گڼل کيږي.
د صوابۍ سره لگيدلې هريپور سيمې خو وروستو له هغې په ټوله دنيا کې شهرت وموندلو چې په دپاکستان په ايبټ اباد سيمه کې د امريکايي پوځ لخوا ترسره شوي يو اپريشن کې د القاعده دمشر اسامه بن لادن د وژل کيدو څخه وروستو د هغه نيول شوې کور ودانې د پلټنو په موقعه د پاکستان تحقيقاتي ادارو ته انکشاف وکړو چې اسامه بن لادن د خپلې کورنۍ سره په هريپور سيمه کې تر دريوؤ کالو کې استوگنه کړې وه.
هرپيور د خيبرپښتونخوا هغه سيمه ده چې غرونه يې د پلازمينې اسلام اباد د مارگلې غرونو سره پيوست دي.
په صوابۍ کې نيمه قبائيلي سيمه گدون هم موقعيت لري اؤ د گدون ليکې بيا د تورغرسيمې پورې رسيدلي دي کومه چې د تاريخ په اوږدو کې يوه قبائيلي سيمه پاتې شوې اؤ د عوامي نيشنل پارټۍ په تير حکومت کې ورته بندوبستي حيثيت ورکړل شوى ؤ.
همدغه شان د پاکستان د بجلۍ پيدا کولو تر ټولو لويې تربيله ډيم هم د صوابۍ سره دخاورې سره سرلگوي
دصوابۍ راتلونکى د څيړونکو په نظر
دپاکستان اؤ افغانستان په چارو اؤ خصوصاً د ترهگرۍ په ضد په روانه جگړه ژورنظر لرونکي نوميالي پښتون ژورنالست عقيل يوسفزئ وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وويل "صوابۍ سيمه چې په خيبرپښتونخوا صوبه کې يو ځانگړى جغرافيايي اهميت لري دغلته د تندلارو ورځ تر ورځه سيوا کيدونکې هلې ځلې، د پاکستان د قبائيلي سيمو څخه په لمړي ځل د طالبانو د قيادت سوات اؤ صوابۍ ته منتقلي، د طالبانو په نوم صوابۍ کې د اولس څخه د قلنگ غوښتنې سيوا کيدونکى رجحان اؤ په سياسي فعالينو،پوليسو،داين جي اوز په غړو کيدونکي بريدونه داسې ښايي چې د قبائيلي سيمو،سوات اؤ ملاکنډ نه وروستو به کيدى شي د صوابۍ وضعيت هم د نړۍ پام ځانته راوگرځوي".
هغه وويل د صوابۍ نه يو طرفته نوښار پروت دى ،بل طرفته مردان اؤ بونير اؤ دغه سيمې د وړاندې څخه د تندلارو د اثر لاندې دي اوس کۀ چرې د طالبانو دتحريک مرستيال مشر شيخ خالد هم دلته د خپلو وسله والو لښکرو په طاقت د خپل اثر رسوخ د نور پياوړي کولو هڅه وکړي نو ويره ده چې په راتلونکي کې به په صوابۍ کې هم د تندلارو په ضد د عملياتو کولو غوښتنه سر راپورته کړي.
خو دسيمې يو بل وتلى ژورنالست اؤ د پيښور پريس کلب سترسکتر فداعديل بيا په دې نظر دى چې په صوابۍ کې د طالبانو داثر سيوا کيدو انديښنې ضرور شته خو دا به دومره ساده خبره هم نه وي چې گنې پاکستاني طالبان به اوس د وزيرستان ،کونړيا نورستان پځايې صوابۍ د خپلو فعاليتونو مرکز وگرځوي.
ډيوه راډيو سره خبرو کې هغه وويل د سوات مولوي فضل الله ته د پاکستاني طالبانو مشري اؤ دصوابۍ شيخ خالد ته د نائب امير دندې سپارل کيدو سره کۀ څوک دا سوچ کوي چې اوس به طالبان خپلې سرگرمۍ هم د قبائيلي سيمو څخه بندوبستي سيمو ته منتقل کړي نو ددې سوچ سره به اتفاق ځکه گران وي چې طالبان کۀ هرڅو يو قوت دى خو يو منظم فورس نه دى اؤ په بندوبستي سيمو کې به دوئ د رياست د يو منظم پوځ سره مخ کيږي.
هغه زياته کړه"دا تاثر خو ډير د مخکې نه قائم ؤ چې طالبان په بندوبستي سيمو کې د هر ښار،تحصيل اؤ علاقې دننه خپل تنظيمونه اؤ کمانډران لري خو هغوئ چې په قبائيلي سيمو کې د ډرون نه د ځانونو خوندي کولو په هڅه کې دي څنگه به وتوانيږي چې په بندوبستي سيمو کې دپوځ، پوليس، استخباراتو، اؤ مليشه ځواکونو په موجوديت کې خپل خور اور طاقت يو مرکز ته راټول کړي؟ "
XS
SM
MD
LG