لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دحکومتي کميټې لخوا د طالبانو کميټۍ سره له ليدنې معذرت


د حکومتي کميټې مشر ښاغلى عرفان صديقي به د دواړو کميټو د گډې غونډې څخه د مخه د طالبانو څخه ددغو وضاحتونو غوښتو په هکله مولانا سميع الحق سره تماس نيسي.
د حکومتي کميټې مشر ښاغلى عرفان صديقي به د دواړو کميټو د گډې غونډې څخه د مخه د طالبانو څخه ددغو وضاحتونو غوښتو په هکله مولانا سميع الحق سره تماس نيسي.
پيښور- دپاکستان د حکومت اؤ طالبانو ترمينځ روغې جوړې دپاره د دواړو لورو لخوا د ټاکل شوؤ مذاکراتي کميټو ننۍ کيدونکې لمړۍ غونډه وروستو له ځنډيدلې چې حکومتي کميټۍ د طالبانو د کميټۍ څخه په ځينو معاملو وضاحتونه غوښتي دي.
د نهې په ورځ اسلام اباد څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي ټاکل شوې وه چې نن به په پلازمينه اسلام اباد کې د دواړو لورو کميټۍ خپله لمړۍ غونډه وکړي خو ددغه گډې غونډې څخه دمخه چې کله د حکومتي کميټې غونډه د رابطه کار عرفان صديقي په مشرۍ وشوه نو په دغه غونډه کې د طالبانو د کميټې په هکله ځينې غور طلب معاملې راپورته کړل شوې.
سرچينې وايي حکومتي کميټې پوښتنه راولاړه کړې چې هر کله دپاکستان تحريک انصاف مشرعمران خان اؤ د دجمعيت علماء اسلام استازي مفتي کفايت الله د طالبانو کميټې کې د گډون څخه انکار کړى اؤ طالبانو لا تر دې دمه دهغوئ په ځايې نور کسان خپله کميټه کې نه دي شامل کړي په موجوده وخت کې به د طالبانو ددغه کميټې حيثيت اؤ صلاحيت څه وي؟
سرچينې وايي حکومتي کميټۍ ځينو نورو وضاحتونو ته هم اړتيا محسوس کړې ده چې له غونډې وروستو دحکومتي کميټې مشر ښاغلى عرفان صديقي د طالبانو لخوا د ټاکل شوې کميټې د غړي مولانا سميع الحق سره په ټيليفون تماس نيولى اؤ دننۍ ليدنې څخه ورته په دې دليل معذرت کړى چې طالبان بايد له ليدنې د مخه ځينې وضاحتونه وکړي
سرچينې دا هم وايي چې حکومتي کميټه په دې نتيجه رسيدلې چې ترڅو طالبان د ځينو معاملو په هکله وضاحتونه ونۀ کړي ترهغې به د دواړو کميټو ترمينځه ليدۀ کاتۀ هيڅ گټه ورنۀ کړي.
اخوا د حکومت لخوا طالبانو سره مذاکراتو دپاره د ټاکل شوې کميټۍ يو غړي رحيم الله يوسفزئ برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې منلې ده چې حکومتي کميټې د طالبانو څخه په ځينو معاملو وضاحتونه غوښتي دي.
د رحيم الله يوسفزي په وينا د حکومتي کميټۍ په غونډه کې پريکړه شوې چې بايد داخبره په ډاگه کړل شي د مولانا فضل الرحمان اؤ عمران خان لخوا د طالبانو کميټۍ کې د شامليدو څخه د انکار نه وروستو به هغوئ نور کسان پخپل کميټه کې شاملوي ؟
هغه وويل د خبرو څخه وړاندې مونږ ته په دې پوهيدل ضروري ده چې د طالبانو نهه کسيزه د څارنې کميټي به په کومه توگه کار کوي ؟
نوموړي صحافي زياته کړه د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ اؤ څارنيزې کميټۍ ترمينځ به څه رابطې وي اؤ ايا د طالبانو د څارنې کميټه به دحکومت مذاکراتي کميټې سره خبرې کوي که نه؟
هغه دا هم وويل چې د حکومت مذاکراتي کميټۍ دا سپيناوى هم غوښتى چې د طالبانو مذاکراتي کميټه څومره واک لري اؤ ايا دغه کميټي لويې پريکړې کولى شي؟
له دې وړاندې د حکومتي کميټې رابطه کار عرفان صديقي وئيلي وؤ د دواړو کميټو تر مينځ لمړۍ غونډه به د نهې په ورځ کيږي اؤ دپاکستان د پوځ سرلښکر هم ددغو مذاکراتو په اړوند د غور کولو دپاره د گل په ماسخوتن د پاکستان د وزيراعظم ميا نواز شريف سره يوه مهمه ليدنه کړې وه خو اوس د حکومتي کميټې لخوا طالبانو څخه په ځينو معاملو د سپيناوي غوښتو له امله دغه لمړۍ غونډه په خطر کې پريوتې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG