لاس رسیدونکی لینک

نوازشريف وايي کرزي ته يې افغانستان کې دمداخلت نۀ کولو باور ورکړى


وزيراعظم وويل پاکستان پخپلو پولوسکون ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې دامن پرته پاکستان پرمختگ نۀ شي کولى.
پيښور- دپاکستان وزيراعظم ميا محمد نواز شريف وئيلي دي افغان صدر حامد کرزي ته يې باور ورکړى چې پاکستان به دافغانستان په کورنو چارو کې مداخلت نۀ کوي.
په تيرو وختونو کې په افغان حکومت کې شاملو چارواکوپه پاکستان تور لگولو چې زياتره افغان طالبان په دغه هيواد کې پټ دي اؤ که چرې دپاکستان حکومت وغواړي ، نو هغوي دافغان حکومت سره دمذاکراتو ميز ته په کښينولو کې مهم کردار ادا کولى شي، خو پاکستان وائي په افغان طالبانو هيڅ قسمه کنټرول نۀ لري.
دنهې په ورځ اسلام اباد کې يوې غونډې ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم وويل” مونږ غواړو دافغانستان اؤ هند پشمول دخپلو گاونډيانو سره په امن ژوند تيرول غواړو“
تيره اوونۍ دافغانستان دقومي سلامتۍ صلاح کار رنگين دافر سپنتا پخپل يو بيان کې په پاکستان تور لگولى ؤ چې افغان طالبانو سره دامن خبرو په شروع کولو کې دغه هيواد خنډان راپورته کوي .
خو نواز شريف وويل پاکستان دافغانانو په مشرۍ دافغان امن دعمل کوټلى ملاتړ کوي.
وزيراعظم وويل پاکستان پخپلو پولوسکون ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې دامن پرته پاکستان پرمختگ نۀ شي کولى.
هغه وويل افغانستان دپاکستان يو مهم گاونډي هيواد دى اؤ زياته يې کړه چې افغان صدر حامد کرزي سره يې په ليدنو کې هغه ته باور ورکړى چې پاکستان به دافغانستان په کورنو چارو کې لاس وهنه نۀ کوي.
دهغه وينا وه پاکستان هند سره هم دټولو ستونزو دهواري خواهش لري.
وزيراعظم وويل جمهوريت دهيواد اثاثه ده اؤ زياته يې کړه چې که چرې ائين ته درناوى نۀ لرل کيږي اؤ دقانون واکمني نۀ پځايې کيږي ، نو يو هيواد هم پرمختگ نۀ شي کولى.
ښاغلي شريف وويل دادارو ترمينځ دتوازن په برقراره ساتلو اؤ دقانون دواکمنۍ په قائمولو سره پاکستان يو پرمختللى قام جوړيدى شي.
XS
SM
MD
LG