لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: سنيما کې دوه چاؤدنې ، پينځه کسان مړۀ،٣٠ ژوبل


ايس سټي وئيلي دي چې د چاؤدنو په وخت دسنيما دننه د١٠٠ؤ څخه زيات کسان موجود وؤ.
ايس سټي وئيلي دي چې د چاؤدنو په وخت دسنيما دننه د١٠٠ؤ څخه زيات کسان موجود وؤ.
پيښور-دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې داتوار په ماسخوتن په پکچر هاؤس سنيما کې دننه دوه بمي چاؤدنې شوي چې پکې دلمړو اطلاعانو ترمخه پينځه کسان وژل شوي اؤ د٣٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دپيښور دقصه خوانۍ بازار په پکچر هاؤس سنيما کې دننه داتوار په ماسخوتن دلاسي بمونو په ذريعه دغه چاؤدنې هاغه مهال وشوې کله چې په گڼ شمير کې خلک دفلم په کتلو بوخت وؤ.
ايس پي سټي وئيلي دي چې د چاؤدنو په وخت دسنيما دننه د١٠٠ؤ څخه زيات کسان موجود وؤ.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ امدادي هلې ځلې روانې دي.
ژوبل کسان دعلاج لپاره د پيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته ايمرجنسي لگول شوې ده، دهسپتال دانتظاميې ترمخه په ژوبل شوؤ کې هم دزياترو حالت سخت دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده..
سنيما ته دننوتلو په مهال دهر تن په انفرادي توگه تالاشي هم اخستى ، خو بيا هم دا نۀ ده واضحه شوې چې دسنيما دننه دغه بمونه څنگه وړل شوي وؤ اؤ سيمې ته رسيدلي پوليس عسکر اوس مهال په دغه اړه پلټنې کوي اؤ دبيلا بيلو څيزونو تالاشي اخلي.
ددغو چاؤدنو په اړه دخيبرپښتونخوا داطلاعاتو وزير شاه فرمان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دغه دواړه چاؤدنې دلاسي بمونو په ذريعه شوي دي.
داطلاعاتوم وزير شاه فرمان دعوه وکړه چې دسنيما انتظاميې ته دوړاندې څخه داستخباراتي راپور په اساس اطلاع ورکړل شوې وه چې دغه رقم خطره موجوده ده.
شاه فرمان وويل دهغوي دطرفه کوشش وي چې هرچرته سلامتي اؤ امن پځايې وي خو حالات دخلکو په وړاندې دي.
دهغه وينا وه چې حکومت ويخ دى اؤ وزيران داولس په مينځ کې موجود دي.
داطلاعاتو وزير وويل دخيبرپښتونخوا حکومت دپاکستان په تاريخ کې لمړى حکومت دى چرته چې پوليس په مکمله توگه ازاد دي اؤ کوم وزير د يو ايس ايچ او بدلولو اختيار هم نۀ لري.
ددې پوښتنې په ځواب کې چې هيواد کې طالبانو سره دمذاکراتو هڅې روانې دي، نو په دې وخت کې تاسو ته ددغه رقم کارروايۍ کيدو توقعو وه ؟ شاه فرمان وويل تراوسه خو ډزبندي نۀ ده شوې، نو ځکه دغسې تنقيد نۀ شي کيدى.
هغه وويل دمذاکراتو په ماحول کې يو دريم قوت هم موجود وي چې دخبرو دناکامولو هڅه کوي.
که هر څو ددغه چاؤدنې ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دترسره شوؤ زياترو چاؤدنو ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده.
دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې په پاکستان کې دوسله والو طالبانو اؤ حکومت ترمينځ دروغې جوړې په خبرو کولو اتفاق شوى اؤ دواړو خواؤ دروغې دخبرو اترو دپاره خپلې ، خپلې کميټې ټاکلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG