لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامن عمل دځنډولو په اړه پاکستان دسپنتا څرگندونې رد کړي


 دخپله اړخه پاکستان په دغه عمل کې داسانۍ ورکولو لپاره کلکې هڅې کړي دي
دخپله اړخه پاکستان په دغه عمل کې داسانۍ ورکولو لپاره کلکې هڅې کړي دي
پاکستان دافغانستان دقومي سلامتۍ دصلاح کار ډاکټر رنگين دادفرسپنتا له لوري طالبانو سره دامن مذاکراتو کې دخنډانو راولاړولو په اړه څرگندونې رد کړي اؤ په ډاگه کړې يې ده چې پاکستان په افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي ملاتړ کوي.
دپاکستان دخارجه چارو دوزارت له لوري دجمعې په ماښام جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چېپاکستان باور لري چې ددائمي ثبات لپاره يو جامع،دافغانانو په مشرۍ دامن اؤ جوړجاړي عمل مرکزي اهميت لري اؤ زياتوي چې دخپله اړخه پاکستان په دغه عمل کې داسانۍ ورکولو لپاره کلکې هڅې کړي دي.
رنگين دادفر سپنتا په پاکستان تور لگولى ؤ چې دغه هيواد طالبانو سره دامن عمل ځنډوي.
سپنتا په کابل کې پخپل يو سخت بيان کې وئيلي وؤ چې افغان امن عمل کې پاکستان يو بنيادي خنډ دى اؤ دعوه يې کړې وه چې واشنگټن ددې نه خبر دى ، خو دمنلو څخه يې انکار کوي.
ښاغلي سپنتا په دغه مهال امريکا ته دا مشوره هم ورکړې وه وړاندې له دې چې کابل په دوه اړخيزه امنيتي تړون ( بي ايس اى) لاسليک وکړي امريکا ته به دپاکستان يا افغانستان څخه دستراتيژيکي شراکتدار په توگه ديو ټاکنه کول وي.
دافغانستان دقومي سلامتۍ دصلاح کار له لوري دغه څرگندونې په داسې حال کې شوي چې په يو امنيتي تړون دلاسليک کولو په معامله دصدر کرزي اؤ واشنگټن ترمينځ تاؤتريخوالى موجود دى.
امريکا غواړي افغان صدر حامد کرزى زر تر زره په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک وکړي چې د٢٠١٤م وروستو دالقاعده په ضد دجنگيالو په ضد عملياتو کې دافغان پوځ دمرستې اؤ هغوي ته دتربيت ورکولو لپاره افغانستان کې ځينو امريکائي پوځيانو ته دپاتې کيدو اجازت ورکوي.
خو صدر حامد کرزى وائي هغه به په دغه تړون تر هاغه وخته لاسليک نۀ کوي، ترڅو چې واشنگټن دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ خبرې اترې پيل نۀ کړي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې پخپل بيان کې زېاته کړې ده چې اوس اوس په ٢٧مه جنورۍ پاکستان اؤ امريکا په گډ ډول په طالبانو امن عمل کې دشريکيدو اؤ افغان حکومت سره دمذاکراتو لپاره خپل غږ تکرار کړى ؤ.
بيان کې وئيل شوي همدغه شان پخپله دترهه گرۍ ديو ستر متاثره شوي(هيواد)په توگه پاکستان ترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب ته دماتې ورکولو دنړيوالو هڅو په لمړي صف کې پاتې شوى
دپاکستان دخارجه دفتر ويانده زياتوي چې دډاکټر سپنتا لخوا شوې څرگندونې دافسوس وړ اؤ دهاغه تعميري روح سره غيرهم اهنگې دي چې پکې ددواړو هيوادونو مشران دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ دمثبتو اړيکو جوړولو لپاره په رابطه کې دي.
افغان چارواکي باور لري ، که پاکستان وغواړي نو طالبان افغان حکومت سره دخبرو اترو ميز ته کښيناستى شي.
. پاکستاني چارواکو په تيرو وختونو کې په گڼو موقعو خپلو څرگندونو کې وئيلي چې قطر کې دطالبانو لپاره ددفتر په پرانستل کيدو کې يې کردار ادا کړى، خو پاکستان وائي چې په طالبانو کنټرول نۀ لري.
دبهرنو چارو په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز تيره مياشت وئيلي وؤ چې اوس مهال افغان طالبان دافغانستان دامنيتي شورا سره خبرو ته راضي نۀ دى، خو بيا دغه شورا دښاغلي عزيز ددريځ سره اتفاق نۀ کوي اؤ وائي پاکستان په دغه عمل کې مرکزي کردار ادا کولى شي.
تيره اوونۍ په اسلام اباد کې دانگريزۍ ژبې پاکستاني ورځپاڼې ايکسپريس ټريبون سره خبرو کې دافغانستان دامنيتي شورا وياند مولوي شهزاده شاهد وئيلي وؤ چې زمونږ داطلاعاتو ترمخه زياتره لوړپوړي طالب مشران په پاکستان کې موجود دي اؤ که حکومت وغواړي نو په هغوي دمذاکراتو ميز ته راوستو لپاره فشار اچولى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG