لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايا صوابۍ نه هم سوات يا وزيرستان جوړيږي ؟


ترکئ وويل داخبره لکه د نمر روښانه ده چې دصوابۍ خپل خلک ډير امن خوښي ، تعليم يافته اؤ د هر رقم ترهگرۍ مخالف دي خو دا چې دلته ورځ په ورځ دترهگرۍ پيښې سيوا کيږي ښايي بهرني قوتونه په دي کې لاس لري.
ترکئ وويل داخبره لکه د نمر روښانه ده چې دصوابۍ خپل خلک ډير امن خوښي ، تعليم يافته اؤ د هر رقم ترهگرۍ مخالف دي خو دا چې دلته ورځ په ورځ دترهگرۍ پيښې سيوا کيږي ښايي بهرني قوتونه په دي کې لاس لري.
پيښور- دپاکستان د پلازمينې اسلام اباد سره د 70ؤ کلو ميټره په فاصله پرتې د خيبرپښتونخوا صوابۍ سيمه کې دامنيت وضعه په چټکتيا سره د خرابۍ په لوري روانه ده اؤ په نزدې ورځو کې دغلته د وسله والو په بريدونو کې نۀ يواځې سياسي اؤ ټولنيز مشران بلکې پوليس عسکر،دتعليم د ودې دپاره کارکونکي فعالين اؤ د پوليو د ناروغۍ په ضد کمپائن چلوونکي کارمندان هم په نخښه کړل شوي دي.
ددې ترڅنگ گڼ شمير تعليمي ادارې هم په دغه سيمه کې تندلارو په بمونو الوځولي دي.
په صوابۍ کې د ترهگرۍ اؤ بدامنۍ دپيښو دغه بهير کې وروستو له هغې زياته چټکتيا ليدل شوې چې د صوابۍ سره تعلق لرونکى يو تندروه مذهبي مشر شيخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو دتحريک مرستيال مشر وټاکل شو.
شيخ خالد حقاني چې دصوابۍ اؤ بونير د پولې تر څنگ دسليم خان نومې کلي استوگن دى دينې زده کړې يې د نوښار د يوې سترې ديني مدرسې دارالعلوم حقانيه څخه ترلاسه کړي اؤ وئيل کيږي د پاکستاني طالبانو په ليکه کې خپل ځانگړي پلويان لري.
هغه په بنيادي توگه يو سخت دريځه اؤ القاعده ته نزدې شخصيت گڼل کيږي چې دپاکستان حکومت سره دامن مذاکراتو سخت مخالف دى .
دصوابۍ څخه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړى اؤ دعوامي جمهوري اتحاد په نوم دخيبرپښتونخوا صوبايي حکومت کې دائتلافي گوند مشرعثمان ترکئ دصوابۍ دامنيت په اوسنۍ وضعه فکر مند دى اؤ وايي په نزدې ورځو کې دصوابۍ په بيلابيلو سيمو کې دامنيتي ادارو شپږ مامورين دنامعلومو وسله والو دترهگرۍ ښکار شول چې دا ډيره د فکرمندۍ خبره ده.
وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې ښاغلي ترکئ وويل داخبره لکه د نمر روښانه ده چې دصوابۍ خپل خلک ډير امن خوښي ، تعليم يافته اؤ د هر رقم ترهگرۍ مخالف دي خو دا چې دلته ورځ په ورځ دترهگرۍ پيښې سيوا کيږي ښايي بهرني قوتونه په دي کې لاس لري.
دنوموړي په وينا په دغو بهرنو قوتونو کې ترهگر هم کيدى شي اؤ بهرني هيوادونه او استخباراتي شبکې هم ځکه چې صوابۍ په جغرافيايي توگه ډير زيات ارزښت لري.
هغه وويل پوليس کۀ هرڅو په صوابۍ کې دورانکارو مخه نيولې خو د پوليسو سره هغه جديد وسائل نشته چې ترهگرو ته پرې په بشپړ ډول ماتې ورکړي.
هغه وويل د صوابۍ خلکو ته وايي چې پخپله راپورته شي اؤ د خپلې خاورې د امن دپاره لاسونه رابډوهي
دنوموړي په وينا "زۀ داسې فکر نه کووم چې گنې د صوابۍ خلک به پخپلو مينځونو کې ترهگرو ته پناه ورکړي يا به يې وپالي خو انديښمن ضرور يم چې کۀ مرکزي اؤ صوبايي حکومت د وضعيت کنټرول کولو دپاره کوټلي گامونه وانه خلي نو هسې نۀ د صوابۍ نه هم سوات يا وزيرستان جوړ شي"
د صوابۍ څخه د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړى اؤ د قومي وطن پارټۍ سيمه ايز مشر عبدالکريم خان وائس اف امريکه ډيوه راډيو ته وويل"دا چې په صوابۍ کې څه روان دي مونږ يې پخپله هم پريشانه کړي يو اؤ نه پوهيږو چې کۀ وضعيت دغه شان دوامدار پاتې شي انجام به يې څه وي خو د خپله انده هڅې کوؤ چې دانتظاميې سره په گډه دلته د ورانکارو اؤ جرائم پيشه عناصرو مخه ونيسو"
هغه وويل صوابۍ د تاريخ په اوږدو کې يوه پرامنه سيمه پاتې شوې ده خو داچې کله په تيرو کلونو کې د سوات اؤ بونير دننه د ورانکارو په ضد پوځي عمليات وکړى شول نو ددغو سيمو زياتره کډوالو صوابۍ ته پناه راوړه چې په هغې کې ځينې ورانکاري هم وؤ اؤ دغه ورانکاري چې دلته راننوتي وؤ اوس يې باقاعده د يو نيټ ورک شکل اختيار کړى اؤ نۀ يواځې د خلکو نه قلنگونه غواړي بلکې د ترهگرۍ په پيښو کې هم ککړ دي.
هغه وويل په دې کې شک نيشته چې د طالبانو د تحريک د مرستيال مشر ذمه وارۍ د صوابۍ شيخ خالد ته سپارل کيدو سره ددې ځايې خلک د ويرې ښکار شوي اؤ دې عمل ته د صوابۍ د سبا د پاره ښه نۀ گوري خو دسيمې خلک د خپل ځان د ژغورنې دپاره څه کولى هم نۀ شي.
دصوابۍ لوړ پوړي انتظاميي افسر يا ډپټي کمشنر کامران اپريدى هم مني چې په صوابۍ کې د وضعيت کنټرول کولو دپاره پوليس سره مطلوبه وسائل په لاس کې نه شته.
ډيوه راډيو سره خبرو کې ډپټي کمشنر وويل"لمړى خو زمونږ په ضلعه کې د پوليسو شمير ډير کم دى اؤ په سمدستي توگه 600ؤ نورو پوليس عسکرو ته ضرورت لرلو بيا زمونږ امنيتي ځواکونه د دور د تقاضو مطابق جديد وسائل هم نۀ لري،دضلعې په کچ مو د ادارو ترمينځ د معلوماتو شريکولو،د لټونې، مقام پيژندنې اؤ ريکارډنگ نظام ناقصه اؤ د نشت برابر دى"
هغه وويل اکثره صوابۍ ته افغانستان اؤ نورو سيمو څخه ورانکاري راځي اؤ دلته د ورانکارۍ کولو وروستو د سيمې څخه په تيښه بريالي کيږي .
خو د صوابۍ ضلعې د پوليسو مشر يا ډي پي او سجاد خان بيا د صوابۍ په روان وضعيت خبرو کولو ته بيخي تيار نۀ دى.
ډيوه راډيو سره لمړى خبرو کې هغه وويل په حالاتو اؤ شمير شميره د ځان پوهه کولو وروستو به خبرې وکړي ، په سبا نوموړي ميټينگ کې دناستې عذر وړاندې کړو، بيا لس منټه وروستو وعده، اؤ په اخره کې يې خاموشي خپلول غنيمت وگڼله.
صوابۍ کې ترسره شوي بريدونه
دکال 2013ء لمړۍ ورځ (١م جنورۍ) چې په دغه سيمه کې دتندروه وسله والو لخوا دتعليم د ودې دپاره د کارکوونکي يو غيرحکومتي تنظيم "اجالا" د شپږو زنانه استاذانو اؤ يو بل مامور د وژنې سره پيل شوې وه له هغې وروستو په صوابۍ کې گڼ شمير امنيتي عسکر، سياسي اؤ ټولنيز مشران د ترهگريزو بريدونو ښکار شوي دي.
په دغو بريدونو کې زياتره په سياسي مشرانو، پوليسو اؤ د پوليو د ناروغۍ په ضد په کمپائن کوونکو فعالينو شوي دي.
دصوابۍ په تاريخ کې لمړۍ خودکش حمله په کال 2010ء م کې په شاه منصور سيمه کې دپوليسو د مرکز دننه شوې وه چې پکې دوه پوليس عسکر مړۀ اؤ 10 نور ژوبل شوي وؤ .
دپاکستان د يوې سترې سياسي مذهبي ډلې مشر مولانا فضل الرحمان باندې هم په 30م مارچ 2011 په صوابۍ کې يوه خودکش حمله شوې وه چې پکې 12 کسان مړۀ 20 نور ژوبل شوي وؤ خو پخپله مولانا فضل الرحمان ددغه حملې څخه روغ وتلى ؤ.
تيرکال دنومبر په مياشت کې د عوامي نيشنل پارټۍ يو مهم سياسي مشر اؤ پخوانى تحصيل ناظم حنيف خان جدون اؤ د هغه اووۀ کلن ځوي هم په يو خودکش حمله کې وژل شوي وؤ.
همدغه شان دپاکستان د قامي اسمبلۍ غړى اؤ په صوابۍ کې د فعاله سياسي گوند عوامي جمهوري اتحاد مشر عثمان ترکئ هم په صوابۍ ضلع کې د يوې بمي چاودنې څخه روغ وتلى ؤ.
اؤ تير کال د فرورۍ په لسمه نيټه د صوابۍ په شيوه اډه کې د پاکستان تحريک انصاف ديوې جلسې د پايې په مهال ترسره چاودنه کې گڼ شمير پوليس اؤ عام وگړي ژوبل شوي وؤ.
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG