لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکايي سفير وايي پاکستان چې امن دپاره هر گام اخلي،ملاتړ يې کوؤ


 رچرډ اولسن وويل بايد په ځانگړې توگه افغانستان کې دصدارتي ټاکنو په اړه لاسوهنه باالکل ونۀ شي اؤ زياته يې کړه چې امريکا اؤ پاکستان دواړه په افغانستان کې دعدم مداخلت په اصولو عمل کوي.
رچرډ اولسن وويل بايد په ځانگړې توگه افغانستان کې دصدارتي ټاکنو په اړه لاسوهنه باالکل ونۀ شي اؤ زياته يې کړه چې امريکا اؤ پاکستان دواړه په افغانستان کې دعدم مداخلت په اصولو عمل کوي.
پيښور- په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن په ډاگه کړې ده چې پاکستان دخپل حکومتي واک ټينگولو دپاره کومه لاره هم خپلوي امريکابه يې ملاتړ کوي..
امريکائي چارواکو په تيرو وختونو کې پاکستان څخه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول دهاغو تندلارو په ضد دعملياتو کولو غوښتنه کړې چې دپولې پورې غاړې په بهرنو ځواکونو حملو کې ککړ دي.
په دغه قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو دپيل کيدو له ويرې په زرگونو کورنو دخيبرپښتونخوا بنو ضلعې اؤ نورو خوندي سيمو ته کډې کړي خو وزيرستان کې دعملياتو پيل کيدو په اړه دراپورته شوؤ گنگوسو زور هاغه وخت کم شو چې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف تيره ورځ قامي اسمبلۍ ته په وينا کې پاکستاني طالبانو سره دخبرو لپاره يوه څلور کسيزه کميټي جوړه کړه اؤ دجمعې په ورځ ددغه کميټۍ دلمړۍ غونډې په مهال وزيراعظم دمذاکراتي کميټۍ غړو ته طالبانو سره دسمدستي خبرو پيل کولو وينا کړې ده.
دپاکستاني ورځپاڼې ايکسپريس د يو راپور له مخې دپاکستان اؤ امريکا داوسنو ستراتيژيکي مذاکراتو په حواله ميډيا ته دحال احوال تيرولو په مهال امريکائي سفير وئيلي دي چې دافغانستان په سياسي چارو کې مداخلت نۀ دى پکار.
رچرډ اولسن وويل بايد په ځانگړې توگه افغانستان کې دصدارتي ټاکنو په اړه لاسوهنه باالکل ونۀ شي اؤ زياته يې کړه چې امريکا اؤ پاکستان دواړه په افغانستان کې دعدم مداخلت په اصولو عمل کوي.
افغانستان کې دهند دکردار په حواله دېوې پوښتنې په ځواب کې رچرډ اولسن وويل دهند پشمول زياتره هيوادونه ددغه هيواد په بحالۍ کې کردار ادا کول غواړو.
هغه وويل پاکستان ته تر امريکائي منډايانو درسد په معامله خبره په وړاندې روانه ده اؤ زياته يې کړه چې په دفاعي ضرورتونو هم خبرې شوي دي.
دهغه وينا وه چې دسلامتۍ دامداد دپروگرام لاندې پاکستان ته کليز يو ارب ډالر ورکولى شي اؤ دکيري لوگر بل په مد کې اسلام اباد ته دورکړل کيدونکي امداد مستقبل په کانگريس اړه لري.
امريکائي سفير وويل دډرون حملو په معامله چې دامريکا صدر کوم سپيناوى کړى ، له هغې پرته نور څه وئيل نۀ غواړو.
هغه وويل پاک امريکا ستراتيژيکي مذاکراتو کې دډاکټر شکيل افريدي په معامله خبره نۀ ده شوې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG