لاس رسیدونکی لینک

تسنيم اسلم : بايد دافغانستان خاوره دپاکستان په ضد ونۀ کارول شي


تسنيم اسلم دامريکائي صدر براک اوباما دډرون حملو په اړه دسټيټ اف دي يونين وينا ستائيلې ده
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دکوم بل هيواد سره دافغانستان دخبرو په حواله وئيلي دي چې افغانستان يو ازاد هيواد دى اؤ دهر هيواد سره دپرمختگ لپاره خبرې کولى شي ، خو دپاکستان انديښنه دا ده چې بايد ددغه هيواد خاوره دپاکستان په ضد استعمال نۀ شي.
دامريکائي صدر براک اوباما دډرون حملو په اړه دسټيټ اف دي يونين وينا دستائينې کولو په ترڅ کې دخارجه دفتر وياندې وويل ددې مقصد دا دى چې په مختلفو موقعو امريکا اؤ نړيوالې ټولنې ته په ډاگه کړل شوى دپاکستان دا نقطۀ نظر منل شوى چې ډرون حملې مثبتې نتيجې نۀ ورکوي.
دامريکا صدر براک اوباما دنهې په ورځ قام ته په وينا کې وئيلي وؤ چې که هر څو دډرون حملې محدودې کړل شوي ، خو القاعده اوس هم يو گواښ دى.
دپاک امريکا اوسنو ستراتيژيکي مذاکراتو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې تسنيم اسلم وويل دواړو هيوادونو دانرژۍ اؤ تجارت پشمول مختلفو څانگو کې دمرستې په سيوا کولو اتفاق کړى دى.
دهند دبهرنو چارو دوزير لخوا دخپل مينځي مذاکراتو په ذريعه دستونزو دهواري په اړه دبيان دهرکلي کولو سره هغې وويل پاکستان بار بار وئيلي دي چې دواړو هيوادونو ته دکشمير دستونزې په شمول دشخړو دهواري لپاره پرته له کومې نور ځنډ څخه مقصدي اؤ دنتيجې ورکوونکو مذاکراتو عمل شروع کول پکار دى.
XS
SM
MD
LG