لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننگرهار: ځانمرگي بريد کې دوه عسکر وژل شوي


 حمله کې دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي
حمله کې دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي
چارواکي وائي دافغانستان په ننگرهار ولايت کې ترسره شوي يو ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي اؤ هم ددغه ولايت په يوه بله برخه کې هم يو ځانمرگى بريد ناکامه کړل شوى دى.
ولايتي وياند عبدالضياء عبدالزئي يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې په موټر کې سور يو ځانمرگي دننگرهار ولايت په پچيرواگام اولسوالۍ کې دپوليسو اؤ استخباراتو يوه وداني په نخښه کړې ده.
. په دغه حمله کې دوه پوليس عسکر وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
طالبانو پخپل يو بيان کې ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
په داسې حال کې چې دسږکال تر اخره افغانستان څخه بهرني عسکر دوتلو تيارۍ کوي دهيواد په بيلا بيلو برخو کې وسله والو جنگيالو پخپلو هلو ځلو کې چټکتيا راوستې ده.
امريکا غواړي افغان صدر حامد کرزى دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک وکړي چې د٢٠١٤م څخه وروستو دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد دافغان ځواکونو دمرستې اؤ ورته دتربيت ورکولو لپاره افغانستان کې دځينو امريکائي پوځيانو دايساريدو اجازت ورکوي.
خو صدر حامد کرزى په دغه تړون دلاسليک لپاره امريکا څخه طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو غوښتنه کړې.
بل لوري ته پوليس وائي چې هم په ننگرهار ولايت په جلال اباد ښار کې دافغانستان دپارليمان ديو غړي په کور دحملې هڅه کوونکى يو شکمن ځانمرگى امنيتي ځواکونو په ډزو سره وژلى دى.
ولايتي وياند حضرت حسين مشرقيوال ددغه پيښې په اړه وئيلي دي ځانمرگي هاغه مهال خپل دبارودو ډک واسکټ الوځولى ، کله چې په ډزو وويشتل شو اؤ پيښه کې يواځې ځانمرگى وژل شوى.
که هر څه ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو طالبانو په تيرو وختونو کې خپل مخالف افغان سياستدانان په نخښه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG