لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ دمشرف دنظرثانۍ درخواست مستردکړى


 سپريم کورټ درخواست په مقرر شوي وخت کې په نۀ جمع کولو خارج کړو.
سپريم کورټ درخواست په مقرر شوي وخت کې په نۀ جمع کولو خارج کړو.
دپاکستان سترې محکمې د٣١مې جولا يۍ کال ٢٠٠٩م ديوې فيصلې په ضد دپاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دنظرثانۍ درخواست مسترد کړى دى.
په دغه عدالتي فيصله کې پخوانى صدر پرويز مشرف دکال ٢٠٠٧م په دريم نومبر هيواد کې دبيړني حالت پځايې کولو اؤ اعلي عدليې دججانو په نظربند کولو هغه غاصب گرځول شوى ؤ اؤ عدالت په هيواد کې دايمرجنسي لگولو حکم اؤ دهغې لاندې اخستل شوي بيلا بيل گامونه غيرقانوني اؤ غيرائيني گرځولي وؤ.
سپريم کورټ درخواست په مقرر شوي وخت کې په نۀ جمع کولو خارج کړو.
دزيارت په ورځ دمقدمې داوريدنې په مهال چيف جسټس دمشرف وکيل شريف الدين پيرزاده سره په مکالمه کې وويل پرون هم وئيل شوي چې په درخواست کې دې هاغه پيرا وښودل شي چې ترې پخوانى مشر قاضي متعصب ثابتيږي.
شريف الدين پيرزاده وويل دجج لپاره ضروري ده چې بې پلوه وي، جج ته پرته له کوم فشار څخه فيصله ورکول پار دي ، دهيواد په تاريخ کې گڼ ځله دائين سره په ټکر کې کارونه شوي اؤ عدليې په مهمو معاملو دداسې گامونو اجازت ورکړى.
په دې جسټس ثاقب نثار وپوښتل ايا تۀ دظفرعلي شاه اؤ نصرت بهټو دکيسونو حواله ورکول غواړې ، دغه شان په مستقبل کې څوک هم دائين په خلاف ورزۍ کولو سره ددغو کيسونو حواله ورکولى شي.
دزيارت په ورځ سپريم کورټ د٣١مې جولايۍ کال ٢٠٠٩م دفيصلې په ضد په جمع کړل شوؤ درخواست دفيصلې اورولو په مهال وويل دغه درخواست دميرټ په اساس نۀ دي اؤ موده يې هم اوړيدلې ده.
عدالت په ډاگه کړه چې درخواست ورکوونکي په دې خبرې ثابتولو کې ناکامه پاتې شوي چې دسپريم کورټ د٣١مې جولايۍ په پريکړه کې دهاغه وخت دمشر قاضي افتخار چوهدري رويه متعصبانه وه.
دپرويز مشرف دوکيلانو په ټيم کې شامل بيرسټر محمد علي سيف خبريالانو ته وئيلي دي چې عدالت ديوې غلطې فيصلې دسمولو موقع دلاسه ورکړې ده
دپرويز مشرف وکيل شريف الدين پيرزاده وئيلي دي چې دهغه موکل به ددريم نومبر په گام بخښنه نۀ غواړي اؤ بايد سپريم کورټ ددغه گام هم هاغسې پخلى وکړي ، لکه څنگه چې په تيرو وختونو کې محکمو دپوځي امر دگامونو پخلى کړى ؤ، خو دعدالت وينا وه چې اوس به دغسې نۀ کيږي.
يوه ورځ دمخه دپرويز مشرف وکيل ابراهيمي ستي پخپلو دليلونو کې انکشاف کړى ؤ چې په دريم نومبر هيواد کې دبيړني حالت لگولو گام دهغه موکل دخپلو صوابديدي اختياراتو په استعمالولو سره اخستى ؤ.
خو په دې جسټس جواد ايس خواجه وئيلي وؤ چې عدالت ستونزه هواره کړې ، ځکه چې دغدارۍ مقدمه هم يواځې دپرويز مشرف په ضد ده.
دپخواني صدر يو بل وکيل شريف الدين پيرزاده د٣١مې جولايۍ فيصله په دې اساس متعصبه گرځولې وه چې دپرويز مشرف اؤ پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري ترمينځ مارچ ٢٠٠٧م کې شروع شوي اختلافونه دچا څخه پټ نۀ وؤ اؤ زياته کړې يې ده چې افتخار چوهدري دغه فيصله په تعصب کې ورکړې ده.
خو په لارجر بينچ کې دشاملو ججانو وينا وه چې په دغه اړه دپرويز مشرف له لوري شوى اعتراض په ريکارډ کې نشته اؤ که چرې دغسې ومنل هم شي نو دججانو اکثريت د٣١مې جولايۍ پريکړه ورکړې وه اؤ داکثريت فيصله موثره اؤ دعمل جوگه وي.
دپخواني صدر په ضد دمرکزي حکومت په درخواست په يوه ځانگړې محکمه کې دائين دشپږم ارټيکل لاندې په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې هيواد کې دايمرجنسي په لگولو اؤ داعلي عدليې دججانو دنظربند کولو په ترڅ کې دائين دماتولو له امله دغدارۍ مقدمه چلولى شي.
پخوانى صدر اؤ دهغه وکيلان وائي په دريم نومبر يې هيواد کې دبيړني حالت پځايې کولو پريکړه دهاغه وخت دوزيراعظم اؤ ټولو صوبو دگورنرانو سره دصلاح مشورې وروستو لگولې وه ځکه دائين دارټيکل شپږم لاندې يواځې په هغه دغدارۍ مقدمه چلول سم نۀ دي.
دپرويز مشرف وکيلانو دنظرثانۍ ددغه درخواست په اساس دپوځ دپخواني مشر په ضد ځانگړې محکمه کې دروانې غدارۍ دکارروايۍ داودرولو درخواست هم کړى ؤ ، خو منل شوى نۀ دى اؤ عدالت دريځ خپل کړى چې دسپريم کورټ له لوري په دغه اړه امتناعي حکم نۀ دى جاري شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG