لاس رسیدونکی لینک

خارجه دفتر : پاکستان خپلو ايټمي وسلو ته دپيښو گواښونو دمخې نيولو توان لري


پاکستان دتيرو څلويښتو کلونو راهسې دنيوکلئير پاور پلانټس په حفاظتي توگه دچلولو مکمل ريکارډ لري
په يوه امريکائي ورځپاڼه کې دهيواد دايټمي وسلو دعدم تحفظ په اړه دخپور شوي يو راپور دترديد کولو په ترڅ کې دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دشورو په ورځ په يو بيان کې په ډاگه کړې ده چې پاکستان خپلو ايټمي اثاثو ته دپيښو گواښونو دمخې نيولو اراده اؤ توان لري.
دوه دورځې دمخه په يوه امريکائي ورځپاڼه نيويارک ټائمز کې راپور خپور شوى ؤ چې دامريکائي صدربراک اوباما دسږکال تر اخره افغانستان څخه دامريکائي پوځيانو دويستو په خطرې دمجبوريدو له امله دامريکائي استخباراتي شبکو دننه دې انديښنو سر راپورته کړى چې هغوي په پاکستان کې دالقاعده په ضد اؤ په سيمه کې نيوکلئير بحران ته دځواب ورکولو لپاره استعماليدونکې اډې بائيللى شي.
دچارواکو له خلې په دغه راپور کې دا هم وئيل شوي وؤ چې که چرې ښاغلى اوباما افغانستان څخه ټول امريکائي پوځيان راوباسي نو په دغه هيواد کې به دسي ائي دډرون اډې هم بندولى شي ، ځکه چې بيا يې حفاظت نۀ شي کيدى.
راپور کې انديښنه څرگنده شوې چې نزدې متبادلې اډې دپاکستان تر هاغه غرييزو سيمو پورې درسد لپاره ډيرې لرې دي ، چرته چې دالقاعده د پاتې مرکزي کمانډ لږ ډير کسان پټ دي اؤ دغه اډې به سيمه کې دبحران په صورت کې دامريکائي پوځيانو لخوا دڅارنې اؤ زر تر زره دځواب وئيلو لپاره(لکه چې نن يې امريکائي پوځيان کولى شي) هم لرې وي ، لکه په پاکستان اؤ هند کې بې درکه نيوکلئير مواد يا وسلې.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې پخپل بيان کې وئيلي دي چې” پاکستان دنړيوالې اټومي انرژۍ دايجنسۍ لخوا په ټاکل شوؤ معيارونو اؤ اصولو عمل کوي. “
بيان کې زياته شوې ده چې پاکستان دتيرو څلويښتو کلونو راهسې دنيوکلئير پاور پلانټس په حفاظتي توگه دچلولو مکمل ريکارډ لري.
بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې دياد شوي راپور معلومات دامريکائي انتظاميې دلوړپوړو چارواکو لخوا پاکستان سره دخپل مينځي باور اؤ خپل مينځي درناوي په اساس تلپاتې شراکت دارۍ ته دودې ورکولو دخواهش دڅرگندونې سره په تضاد کې دي.
دخارجه دفتر دبيان ترمخه ” دغسې په تعصب بنياد لرونکى رپورټنگ دپاکستان دايټمي وسلو دتحفظ اؤ سلامتۍ په اړه دامريکائي مشرانو اؤ چارواکو لخوا دپه ډاگه کړل شوي باور سره هم ناموافق دى“
XS
SM
MD
LG