لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز خټک طالبانو سره دخبرو اترو واک غواړي


 دهغه وينا وه مرکز چې زمونږ سره په مشوره کومې فيصلې هم کوي، ورسره به ولاړ يو.
دهغه وينا وه مرکز چې زمونږ سره په مشوره کومې فيصلې هم کوي، ورسره به ولاړ يو.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي که وفاقي حکومت طالبانو سره مذاکرات نۀ شي کولى دهغه حکومت ته دې دخبرو اترو واک ورکړل شي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي طالبانو سره دخبرو دواک غوښتو دغه غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې تيره ورځ اسلام اباد کې ديوې غونډې په مهال دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) دپارليماني گوند اکثريتي غړو دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو ملاتړ کړى دى.
دتيرو دوؤ اوونو راهسې په پوځ، پوليسو، عبادت خانو، پوليو په کارکوونکو اؤ اولسي وگړو دخونړو حملو ترسره کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت ته يوځل بيا دمذاکراتو وړانديز کړى دى.
خو پاکستاني چارواکي وائي ددې خبرې جاج اخلي چې دخونړو حملو ترسره کولو وروستو دتندلارو په ضد دسختو گامونو اخستو په اړه درايې دقومي اتفاق پيدا کيدو وروستو دمذاکراتو ددغه وړانديز اصل مقصد څه دى؟
خيبرپښتونخوا هاؤس اسلام اباد کې دخيبرپښتونخوا دقومي اسمبلۍ اؤ سينيټ دجرگې وروستو مطبوعاتي کانفرنس ته په وينا کې وزيراعلي وويل که مرکز خيبرپښتونخوا کې دامن وامان په اړه زمونږ په اعتماد کې داخستو پرته کومه پريکړه وکړه نو بيا به خپله پريکړه پخپله کوؤ.
دهغه وينا وه مرکز چې زمونږ سره په مشوره کومې فيصلې هم کوي، ورسره به ولاړ يو.
دهغه وينا وه طالبانو سره دمذاکراتو لپاره مونږ مرکز اختيارمند کړى ، خو تر دې دمه يې په دغه اړه کومه کوم عملي گام نۀ دى اخستى.
وزيراعلي صوبائي حکومت طالبانو سره دمقصدي خبرو اترو اختيار دفاټا،پوځ، قبائيلي اولس اؤ خلکو څخه غواړي ، ځکه چې وفاقي حکومت ددغه کار دترسره کولو په مقام نۀ ښکاري.
وزيراعلي په مرکز دوسيلو په تقسيم کې دخيبرپښتونخوا سره دانصاف اؤ دخلکو دحقونو دخلاف ورزۍ اودرولو غږ وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG