لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرمه ايجنسي : بمي چاؤدنه کې يوه ښځه وژل شوې،دوه ژوبل


پيښه کې يوه ښځه وژل شوې اؤ دهغې دوه لوڼه ژوبل شوي دي
پيښه کې يوه ښځه وژل شوې اؤ دهغې دوه لوڼه ژوبل شوي دي
سرچينې وائي دنهې په ورځ دپاکستان په قبائيلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې دمائن چاؤدنې شوي چې پکې يوه ښځه وژل شوې اؤ دهغې دوه لوڼه ژوبل شوي دي.
دسرچينو وينا ده نامعلومو وسله والو دافغانستان دپولې ترڅنگ د بره کرمې ايجنسۍ په سرسرنگ نومې سيمه کې دسړک په غاړه دوه بمونه ښخ کړي وؤ، چې په لاره روانه يوه ښځه ورسره ټکر شوه اؤ په نتيجه کې يې درنې چاؤدنې وشوې.
سرچينې زياتوي په دغه پيښه کې يوه ښځه وژل شوې اؤ دهغې دوه لوڼه ژوبل شوي دي، چې دعالج لپاره ايجنسي هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي دي.
دپيښې وروستو پوليټيکل انتظاميې سيمه په ولقه کې اخستې اؤ دلټونې عمليات روان دي.
دخيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو پشمول دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دتيرو دوؤ اوونو راهسې دپوځ، پوليسو، حکومتي چارواکو، مذهبي اقليتونو په ضد بمي چاؤدنو اؤ وسله والو بريدونو کې اضافه راغلې ده.
که هر څو پاکستاني طالبانو حکومت ته يوځل بيا دمذاکراتو وړانديز کړى خو پاکستاني چارواکي وائي ددې خبرې جاج اخلي چې دخونړو حملو ترسره کولو وروستو دتندلارو په ضد دسختو گامونو اخستو په اړه درايې دقومي اتفاق پيدا کيدو وروستو دمذاکراتو ددغه وړانديز اصل مقصد څه دى؟
بل لوري ته سرچينې وائي دشمالي وزيرستان څخه کوهاټ ته دامنيتي ځواکونو يو گاډى په کوهاټ رک لويه لاره اوړيدلى چې له امله يې شپږ عسکر ژوبل شوي اؤ دعلاج لپاره دکوهاټ هسپتال ته رسول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG