لاس رسیدونکی لینک

پيښور : نهو زرو استاذانو دپوليو په ضد کمپائن کې دبرخې اخستو څخه انکار کړى


دسکولونو دغو استاذانو پوښتنه راولاړه کړې چې هرکله خيبرپښتونخوا کې دبريدونو څخه امنيتي ځواکونه پخپله محفوظ نۀ دي ، نو بيا داستاذانو تحفظ څنگه باوري کيدى شي؟
پيښور- راپورونه وائي خيبرپښتونخوا کې دنهو زرو څخه زياتو استاذانو دکمې معاوضې اؤ امنيتي انديښنو په اساس دسبا څخه دپوليو دناروغۍ په ضد پيل کيدونکي مهم کې دگډون کولو څخه انکار کړى دى.
دپرائمري ټيچرز ايسوسي ايشن صدر ملک خالد وينا ده چې دپوليو په ضد کمپائن کې دبرخې نۀ اخستو فيصله استاذانو ضلعي انتظاميې سره دخبرو دناکامۍ وروستو کړې ده.
خالد خبريالانو ته وئيلي دي چې دغه په خيبرپښتونخوا کې داستاذانو دسازمانونو اجتماعي فيصله ده.
دکمو معاوضو اؤ امنيتي انديښنو په حوالې ورکولو سره استاذانو په ډاگه کړې ده چې هغوي به خپل فرائض نۀ ترسره کوي.
دغه استاذان وائي چې حکومت دې کور په کور ماشومانو ته دڅاڅکو اچولو پځايې په يو سکول کې کيمپ قائم کړي.
دسکولونو دغو استاذانو پوښتنه راولاړه کړې چې هرکله خيبرپښتونخوا کې دبريدونو څخه امنيتي ځواکونه پخپله محفوظ نۀ دي ، نو بيا داستاذانو تحفظ څنگه باوري کيدى شي؟
په ډاگه دې وي چې دسبا څخه پيل کيدونکي دپوليو دمخنيوي مهم لپاره دپيښور انتظاميې دنهو زرو څخه زيات استاذان تعينات کړي وؤ.
استاذانو دپوليو دمخنيوي مهم کې دبرخې اخستو څخه دغه انکار وروستو له هغې کړى چې دسندهـ کراچۍ، دپنجاب په بهکر اؤ دخيبرپښتونخوا په پيښور، چارسده اؤ صوابۍ سيمو کې دپوليو په ډلو اؤ دهغوي په تحفظ په مامورو پوليس عسکرو خونړو حملو کې گڼ شمير کسان وژل شوي دي.
دافغانستان اؤ نائجيريا ترڅنگ پاکستان هم دنړۍ په هاغو هيوادونو کې شمير دى چرته چې دپوليو دناروغۍ خاتمه نۀ ده شوې اؤ په نزدې مياشتو کې دترهه گرو لخوا دپوليو په ډلو دحملو له امله ددغه ناروغۍ دخاتمې په لاره کې سخت خنډان راولاړ شوي دي.
دروغتيا دنړيوالې ادارې تيره اوونۍ پيښور دپوليو دناروغۍ نړيوال مرکز گرځولى ؤ، دډبليو ايچ او ترمخه پاکستان کې د٢٠١٢م د٥٨ؤ کيسونو په پرتله ٢٠١٣م کې دپوليو٩١ کيسونه رامخې ته شوي اؤ په ٢٠١٤م کې تر دې مهاله څلور کيسونه رامينځته شوي دي.
XS
SM
MD
LG