لاس رسیدونکی لینک

امريکا به پاکستان ته فرورۍ کې ٣٥ کروړه اؤ ٢٠ لکه ډالر ورکوي


ددواړو هيوادونو داقتصادي کاري ډلو غونډه به داپريل په مياشت کې واشنگټن کې ترسره کيږي.
په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن دپاکستان دخزانې وزير اسحاق ډار خبر کړى چې دکوليشن سپورټ فنډ لاندې به پاکستان ته ٣٥ کروړه اؤ ٢٠ لکه ډالر په شپږمه فرورۍ ادا کړل شي.
دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دخزانې وزير سره ديوې غونډې په مهال رچرډ اولسن په ډاگه کړې ده چې دامريکا ددفاع وزير دمخه پاکستان ته ددغه رقم دادائيگۍ داجازت لپاره لاسليک کړى اؤ کانگريس هم خبر کړل شوى دى.
اولسن زياته کړې ده چې ددواړو هيوادونو داقتصادي کاري ډلو غونډه به داپريل په مياشت کې واشنگټن کې ترسره کيږي.
دپاکستان دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ امريکائي سفير رچرډ اولسن ددې ترڅنگ دستراتيژيکي مذاکراتو په اړه په مختلفو اړخونو خبرې کړي ، دغه خبرې اترې به راتلونکې اوونۍ کې واشنگټن کې ترسره کيږي.
اسحاق ډار رچرډ اولسن خبر کړى چې پاکستان دشپږو مياشتو اقتصادي هدفونه ترلاسه کړي دي اؤ زياته يې کړه دمعيشت دثبات لپاره حکومت سختې فيصلې کړي.
له دې وړاندې امريکا خبردارى ورکړى ؤ چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري لخوا تر دې پخلى کولو چې شکيل افريدى دزندان څخه خوشې کړل شوى اؤ داسامه بن لادن په درک لگولو کې امريکا سره دملاتړ کولو په اړه په هغه لگيدلي ټول تورونه بيرته اخستل شوي ،پاکستان ته ورکړل کيدونکې د٣٣ؤ ملينو ډالرو مرسته اودريدى شي.
XS
SM
MD
LG