لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چترال : کندې ته دگاډي پريوتو پيښه کې ١١ مسافر وژل شوي


 جيپ دشوگرام سيمې څخه چترال ته روان ؤ چې ژورې کندې ته پريوتو
جيپ دشوگرام سيمې څخه چترال ته روان ؤ چې ژورې کندې ته پريوتو
دپاکستان شمالي غرييزه سيمه چترال کې يوې ژورې کندې ته دگاډي دپريوتو پيښه کې لږ ترلږه ١١ کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو دضلعي مشر( ډي پي او) غلام حسين ترمخه دغه پيښه دخالي په ورځ دچترال څخه د٧٠ؤ کلو ميټرو په فاصله دمروائي په مقام هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دشوگرام سيمې څخه چترال ته روان جيپ دتيزرفتارۍ اؤ سړک دخراب حالت په وجه يوې ژورې کندې ته پريوتو.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امدادي کارکوونکي اؤ پوليس عسکر رسيدلي اؤ مړۀ اؤ ژوبل کسان يې ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال چترال ته رسولي دي.
په وژل شوؤ کې ددريوؤ کسانو پيژندگلو دسکول ديو هيډماسټر سردار زمان اؤ دوؤ وروڼو جميل احمد اؤ گل احمد په نومونو سره شوې ده.
پاکستان کې دټريفک پيښې دمعمول خبره ده چې علتونه يې خراب سړکونه ، غيرمحتاط ډرائيونگ اؤ تيزرفتاري ښودلى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG