لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې دوالي بال پينځه مقامي لوبغاړي وژل شوي


چارواکي په دغه پيښه طالبان تورن کړي دي
چارواکي په دغه پيښه طالبان تورن کړي دي
پيښور- واشنگټن

يو افغان چارواکى وائي په موټرسائيکل سور يو وسله وال دافغانستان په لغمان ولايت کې ديوې لوبې په مهال د والي بال دمقامي لوبغاړو په يوه ډله ډزې کړي چې له امله يې پينځه لوبغاړي وژل شوي دي.

د افغان صدر حامد کرزۍ د قباېلي چارو مشیر او د ملي کرکټ بورډ رېیس شهزاده مسعود ډیوه ریډیو ته د ټېلي فون په لیکه وېلي دغه حمله دزيارت په ورځ په الينگار اولسوالۍ کې رامينځته شوې اؤ زياتوي چې وژل شوي کسان قامي اتلان دي او په حمله کونکو ېي د لوبغاړو د وژلو نه لاس په سر کیدو غږ کړی. ښاغلي دغه حمله په سختو ټکو کې غندلې ده.
وړاندی ځنو نړيوالو مطبوعاتو وېلي وو وژل شوي ځوانان دسکول طالب علمان اؤ دکرکټ لوبغاړي وؤ.

ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو چارواکي په دغه پيښه طالبان تورن کړي دي، ځکه افغانستان کې دخپلې واکمنۍ په دور کې طالبانو هيواد کې په لوبو بنديز لگولى ؤ. افغان صدر حامد کرزي پخپل يو جاري کړي بيان کې ددغه پيښې غندنه کړې ده.
د ښاغلي شهزاده مسعود سره د ډیوه ریډیو همکار رحمان بونیري مرکه دلته اوریدی شۍ.
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:26 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG