لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

انجيو گرافي ضروري، مشرف يې پاکستان کې کول نۀ غواړي: ميډيکل راپور


پراسيکيوټر اکرم شيخ وويل ميډيکل راپور خفيه معامله ضرور ده ، خو پرويز مشرف يو اولسي تن دى ځکه دې دهغه ميډيکل راپور خفيه نۀ ساتل کيږي
پراسيکيوټر اکرم شيخ وويل ميډيکل راپور خفيه معامله ضرور ده ، خو پرويز مشرف يو اولسي تن دى ځکه دې دهغه ميډيکل راپور خفيه نۀ ساتل کيږي
پيښور- دجمعې په ورځ دپاکستان دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دصحت په اړه داصل حقيقت معلومولو لپاره جوړ کړل شوي ميډيکل بورډ خپل راپور دمشرف ضد دغدارۍ دمقدمې اوريدونکې ځانگړې محکمه کې وړاندې کړى دى.

دپاکستاني ميډيا ترمخه په دغه راپور کې پرويز مشرف ته دانجيوگرافي کولو تجويز ورکړل شوى خو هغه پاکستان کې انجيوگرافي کولو ته تيار نۀ دى.

داسلام اباد نيشنل لا ئبريرۍ کې دجسټس فيصل عرب په مشرۍ دائين دشپږم ارټيکل لاندې دجسټس فيصل عرب په مشرۍ په پخواني صدر دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې درې کسيزې ځانگړې محکمې ددغه مقدمې اوريدنه کړې ده.

داوريدنې په مهال ځانگړي رجسټرار عبدالغني سومرو دپرويز مشرف دصحت په غاړه دارمډ فورسز انسټيټيوټ اف کارډيالوجي راپور عدالت ته وړاندې کړو. دعدالتي کارروايۍ په مهال داستغاثې وکيل وويل په دغه راپور کې دپرويز مشرف دصحت په اړه دخطرې کومه خبره نشته.

دپرويز مشرف وکيلانو عدالت څخه غوښتنه وکړه چې دا ديو تن شخصي معامله ده ځکه دې راپور خفيه وساتل شي اؤ زياته يې کړه يو شخصي ټي وي دپرويز مشرف ميډيکل راپور پخپله ويب سائټ اپ لوډ کړى ځکه دې عدالت ددغه ټي وي انتظاميې ته دويب سائټ څخه دراپور لرې کولو حکم وکړي.

پراسيکيوټر اکرم شيخ وويل ميډيکل راپور خفيه معامله ضرور ده ، خو پرويز مشرف يو اولسي تن دى ځکه دې دهغه ميډيکل راپور خفيه نۀ ساتل کيږي بلکې داولس په وړاندې دې پيش کړل شي.

سرچينې وائي داى ايف ائي سي له لوري ځانگړې محکمه کې وړاندې کړل شوى ميډيکل راپور په څلورو پاڼو مشتمل دى چې پکې وئيل شوي دپرويز مشرف دژوند بچ کولو لپاره په سمدستي ډول د انجيوگرافي ضرورت دى ، خو پخوانى صدر پاکستان کې انجيوگرافي کولو ته تيار نۀ دى اؤ هغه په کوم بهرني هيواد کې دخپلې خوښې دهسپتال څخه انجيوگرافي کول غواړي.

درې کسيزې ځانگړې محکمې دمقدمې اوريدنه ٢٩ جنورۍ پورې ځنډولې اؤ وئيلي يې دي په دغه موقع به دميډيکل بورډ په راپور جرح کولى شي اؤ له دې وروستو به پريکړه اورولى شي.

په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې دپاکستان دائين دماتولو په ترڅ کې هيواد کې دايمرجنسي لگولو اؤ ججانو دنظربند کولو په تور کې دپرويز مشرف په ضد دمرکزي حکومت له لوري دائين دشپږم ارټيکل لاندې دغدارۍ مقدمه په يوه ځانگړې محکمه کې چلولى شي.
پخوانى صدر په ځان لگيدلي تورونه ردوي اؤ دځانگړې محکمې ديوې اوريدنې په موقع هم نۀ دى پيش شوى.

عدالت ته دنۀ وړاندې کيدو علت لمړى امنيتي انديښنې ښودل کېدې اؤ وروستو دجنورۍ په دوهمه نيټه چې کله پرويز مشرف عدالت ته په لاره روان وؤ ، نو په دغه موقع ورته دزړۀ تکليف وشو چې له امله يې هغه عدالت ته دبوتلل کيدو پځايې راولپينډۍ کې يو پوځي روغتون ته دعلاج لپاره يوړل شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG