لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تسنيم اسلم : شکيل افريدى به دامريکا په غوښتنه نۀ خوشې کوؤ


 تسنيم اسلم وويل دشکيل افريدي معامله په عدالت کې ده اؤ عدالت به يې دمقدمې پريکړه کوي
تسنيم اسلم وويل دشکيل افريدي معامله په عدالت کې ده اؤ عدالت به يې دمقدمې پريکړه کوي
دپاکستان خارجه دفتر دزيارت په ورځ وئيلي دي سي ائي اى سره القاعده دپخواني وژل شوي مشراسامه بن لادن په درک لگولو کې په شکمنه توگه مرسته کوونکى پاکستانى ډاکټر شکيل افريدى به دامريکا په درخواست نۀ خوشې کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم دامريکا په درخواست دشکيل افريدي خوشې کول دامکان څخه بهر وگرځول اؤ وې وئيل دهغه معامله په عدالت کې ده اؤ عدالت به يې دمقدمې پريکړه کوي.
هغه وويل دامريکا مرسته داشکيل افريدي په اړونده نۀ ده.
اسلام اباد کې داووۀ نيوزبريفنگ په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل امريکا اؤ پاکستان به دروانې مياشتې په ٢٧م اؤ ٢٨م تاريخ ستراتيژيکي مذاکرات کوي، چې پکې دنورو چارو ترڅنگ دډاکټر شکيل افريدپ په معامله دخبرو امکان دى.
له دې وړاندې امريکا خبردارى ورکړى ؤ چې دامريکا دخارجه وزير جان کيري لخوا تر دې پخلى کولو چې شکيل افريدى دزندان څخه خوشې کړل شوى اؤ په داسامه بن لادن په درک لگولو کې امريکا سره دملاتړ کولو په اړه په هغه لگيدلي ټول تورونه بيرته اخستل شوي ،پاکستان ته ورکړل کيدونکې د٣٣ؤ ملينو ډالرو مرسته اودريدى شي.
دخارجه دفتر وياندې وويل په بيلا بيلو څانگو کې پينځه کاري ډلې موجودې دي ، چې دهغې څخه دريوؤ پخپلو کې ليدنه کړې اؤ دوؤ نه.
دهغې وينا وه دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز به دپاکستاني هيئت مشري کوي اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري به دوزارتي کچې په دغه غونډه کې دخپلې ډلې مشري کوي اؤ زياته يې کړه په دغه موقع به تيرو غونډو کې دشوؤ پرمختگونو جاج اخستى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

پيوټن د نورو شپږو کلونو دپاره د روس صدر منتخب شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG