لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رچرډ اولسن : دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ په مذاکراتو اعتراض نۀ لرو


 امريکائي سفير وويل په حکيم الله محسود دډرون حمله لازمي وه
امريکائي سفير وويل په حکيم الله محسود دډرون حمله لازمي وه
پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن وئيلي دي که دپاکستان حکومت طالبانو سره مذاکرات کوي ، نو امريکا به يې مخالفت نۀ کوي.
پاکستان کې چارواکي وائي طالبانو سره دهغوي لخوا دمذاکراتو شروع شوؤ هڅو ته هاغه مهال سخته ضربه ورسيده ، کله چې دکال ٢٠١٣م دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يوه حمله کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود ووژل شو.
دحکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو پاکستاني طالبانو حکومت سره مذاکراتو څخه انکار کړى ؤ، خو تيره اوونۍ بنو کې دامنيتي ځواکونو په کاروان شوې بمي حمله کې د٢٢ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو ترڅنگ دپاکستاني طالبانو تحريک دپاکستان حکومت ته دخبرو اترو لپاره يوځل بيا وړانديز کړى اؤ وئيلي يې دي که قبائيلي سيمو څخه دپوځ په ويستو اؤ ډرون حملو په بندولو سره حکومت خپل اختيار اؤ اخلاص ثابت کړي نو هغوي دمقصدي خبرو لپاره تيار دي.
خو وروستو دپاکستان وفاقي کابينې ته پخپله وينا کې وزيراعظم ميا نواز شريف په ډاگه کړه چې غيرمعمولي حالاتو کې به دسختو فيصلو کولو ضرورت وي.
دپاکستان سرکاري ټي وي سره خبرو کې رچرډ اولسن دکورنۍ سلامتۍ لپاره دپاکستان له لوري دهررقم گام دښو نتيجو دراوتو هيله څرگنده کړه اؤ وې وئيل امريکا دپاکستان دپرمختيا لپاره جامع پروگرام لري.
هغه وويل راتلونکې اوونۍ کې ددواړو هيوادونو ترمينځ ستراتيژيکي مذاکرات کيدونکي دي چې پکې به دترهه گرۍ دمعاملې پشمول په بيلا بيلو اړونده چارو خبرې کيږي.
هغه وويل ستراتيژيکي مذاکراتو کې به دجامع اړيکو جاج اخستى اؤ زياته يې کړه پاکستان سره دانرژۍ اؤ معيشت په گډون بيلا بيلو څانگو کې مرسته کوؤ.
تيرکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې امريکائي ډرون حمله کې دوژل شوي پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود په اړه امريکائي سفير وويل په حکيم الله محسود دډرون حمله لازمي وه اؤ زياته يې کړه هغه په امريکا بريدونو کې ککړ ؤ.
دهغه وينا وه هغه(حکيم الله محسود) افغانستان کې هم کارروايۍ کولې اؤ پاکستان کې هم دترهه گرۍ لويې هلې ځلې هغه کړې وې.
دپاکستان اؤ هند ترمينځ دتجارت په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې رچرډ اولسن وويل دواهگه پولې په لاره ددواړو هيوادونو ترمينځ دتجارت پريکړه يو ښه گام دى اؤ زياته يې کړه مونږ به ددې ملاتړ کوؤ.
هغه زياته کړه پاکستان دانرژۍ دبحران سره مخ دى اؤ امريکا دانرژۍ بيلا بيلو منصوبو کې دپاکستان مدد کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG