لاس رسیدونکی لینک

دمستونگ دپيښې په ضد پاکستان کې احتجاج


دوژل شوؤ کسانو رشته دارانو دکوئټې په علمدار سړک دمړو سره دسخت يخنۍ دموسم باوجود په ميدان ناست احتجاج کوي
دپاکستان ناقراره صوبې بلوچستان کې دشيعه زائرينو په بس يو خونړي ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ کسانو دکورنو غړو کوئټه کې دمړو سره په دوهمه ورځ هم احتجاج کړى اؤ لاهور، کراچۍ اؤ راولپينډۍ کې هم شيه ورورولۍ خپل احتجاج دوامداره ساتلى.
دنهې په ماښام دمستونگ سيمه کې دتفان څخه کوئټې ته دروان شيعه زائرينو په بس بمي حمله کې د٢٥ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
دهاغه وخت راهسې ځانمرگي حمله کې دوژل شوؤ کسانو رشته دارانو دکوئټې په علمدار سړک دمړو سره دسخت يخنۍ دموسم باوجود په ميدان ناست احتجاج کوي.
دشورو په ورځ دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوڅ ددغو کسانو سره مذاکراتو لپاره ورغلى ؤ ، خو مظاهرين غوښتنه کوي چې ترڅو دمستونگ ځانمرگي بريد کې دککړو ترهه گرو په ضد فيصله ييزه کارروائي نۀ وي شوي دهغوي له لوري به احتجاج روان وي.
صوبه کې دروانې ترهه گرۍ په اړه دبلوچستان وزيراعلي عبدالمالک بلوڅ وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي دغه معامله زياته کړکيچنه ده چې دمخنيوي لپاره يې صوبائي حکومت دمرکزي حکومت څخه دمدد اخستو ملاتړ کوي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې داماميه سټوډنټس ارگنائزيشن لخوا په دوه بجې دښار په لويې سړک (جي ټي روډ) داحتجاجي پرلت غځونې اعلان کړى دى.
دهيواد تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ په بيلا بيلو سيمو ، لاهور کې په مال روډ اؤ راولپينډۍ کې دپلازمينې اسلام اباد ترڅنگ فيض اباد سيمه کې دزيارت په ورځ دشيعه ورورولۍ سره تعلق لرونکي کسان احتجاج کوي.
بلوچستان کې له دې وړاندې هم په شيعه مسلمانانو بريدونه ترسره شوي ،دتيرکال په پيل کې هم ددغه رقم تشدد څخه دډکو پيښو له امله دشيعه ورورولۍ لخوا تر څو ورځو احتجاج روان ؤ اؤ وروستو دپاکستان حکومت صوبه کې په گورنر راج نافذولو مجبور شوى ؤ.
XS
SM
MD
LG