لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هلمند: بمي چاؤدنه کې ١٤ تندلاري وژل شوي


 وژل شوؤ کې دملا دادالله په نوم دطالبانو يو کمانډر اؤ دبمونو جوړونکى يو پاکستانى ماهر شامل دى.
وژل شوؤ کې دملا دادالله په نوم دطالبانو يو کمانډر اؤ دبمونو جوړونکى يو پاکستانى ماهر شامل دى.
چارواکي وائي دافغانستان دجنوبي ولايت هلمند په نوزاد اولسوالۍ کې په يوه حادثاتي بمي چاؤدنه کې دتندلارو ديو کمانډر پشمول ١٤ جنگيالي وژل شوي دي.
دهلمند دوالي وياند عمرځواک ترمخه دغه چاؤدنه تيره ورځ دنوزاد اولسوالۍ په اينځرشاه اولسوالۍ کې هاغه مهال ترسره شوې کله چې تندلاري دمائنونو جوړولو دتجرباتي عمل څخه تيريدل اؤ زياته يې کړه چې په وژل شوؤ کې دملا دادالله په نوم دطالبانو يو کمانډر اؤ دبمونو جوړونکى يو پاکستانى ماهر شامل دى.
بايد وويل شي دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دغيرملکي پوځيانو اؤافغان چارواکو دپه نخښه کولو په غرض دسړک په غاړه بمونه ښخولى شي، خو په دغو بريدونو کې اکثره بې گناه اولسي وگړي وژل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG