لاس رسیدونکی لینک

ددفاع وزير وائي هيواد څخه به ترهه گري ختموؤ


ترهه گر په بين المللي کچه دهيواد تشخص خرابول غواړي
دپاکستان ددفاع وزير خواجه محمد اصف هيواد څخه دترهه گرۍ دختمولو دارادې څرگندونه کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې ترهه گر په بين المللي کچه دهيواد تشخص خرابول غواړي.
په عين حال کې ددفاعي پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسن وئيلي دي قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې کوم عمليات نۀ کيږي
پخپله يوه مرکه کې ددفاع وزير په ډاگه کړې ده چې ترهه گر هيواد کې کاروباري اؤ دسرمايه کارۍ دهلو ځلو مخنيوي غواړي زياته کړې يې ده چې دترهه گرو ناوړه ارادې به ناکاموؤ.
دپاکستان دپخواني پوځي سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف په ضد ددريم نومبر ٢٠٠٧م دگام له امله دائين دشپږم ارټيکل لاندې دغدارۍ دمقدمې په اړه خواجه اصف وويل دغه مقدمه به دهيواد دائين اؤ قانون لاندې هوارولى شي ځکه چې دقانون څخه څوک هم سرلوړي دي.
همدغه شان دبې درکه شوؤ کسانو په اړه ديوې پوښتنې په ځواب کې ددفاع وزير وويل حکومت گڼ شمير بې درکه شوي کسان عدالتونو ته وړاندې کړي اؤ په دغه لړ کې دعدالتي احکاماتو مطابق قانون سازي هم کولى شي.
بل لوري ته ددفاعي پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسن وئيلي دي قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې کوم عمليات نۀ کيږي.
راناتنوير شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو نۀ ترسره کيدو په اړه دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دميډيا راپورونو ترمخه شمالي وزيرستان کې تيره شپه دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو ترسره شوې کارروايۍ کې ٤٠ؤ پورې بهرني جنگيالي وژل شوي.
واه کينټ کې دشورو په ورځ ميډيا سره خبرو کې رانا تنوير وويل دطالبانو په معامله دهيواد دپوځي اؤ سياسي قيادت ترمينځ درايې اتفاق موجود دى اؤ زياته يې کړه چې (طالبانو سره ) دمذاکراتو يا دهغوي په ضد دعملياتو پريکړه به راتلونکو څو ورځو کې وشي.
هغه وويل چې دطالبانو دځينو ډلو سره رابطې شوي دي.
دتيرې يوې اوونۍ راهسې دهيواد په بيلا بيلو برخو اؤ ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا کې په امنيتي ځواکونو دبريدونو دذمه وارۍ قبلولو وروستو دوزيراعظم نواز شريف پشمول دوفاقي وزيرانو په لهجه کې په واضحه توگه سختي راغلې.
تيره ورځ دوفاقي کابينې يوې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم نواز شريف وئيلي وؤ په سختو حالاتو کې به غيرمعمولي فيصلې کول وي اؤدکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان هم ميډيا سره خبرو کې په ډاگه کړې وه چې حکومت طالبانو مذاکراتو اؤ جنگ دواړو ته تيار دى.
بنو کې دامنيتي ځواکونو په کاروان بمي چاؤدنه کې د٢٢ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو ترڅنگ دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند حکومت ته دمذاکراتو وړانديز کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ که چرې حکومت قبائيلي سيمو څخه دپوځ په ويستو اؤ ډرون بريدونو اودرولو سره خپل اختيار اؤ اخلاص ثابت کړي ، نو هغوي دمقصد خبرو لپاره چمتو دي.
XS
SM
MD
LG