لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان کې ٣٦ غيرملکي جنگيالي اؤ مهم طالب کمانډران وژل شوي


وژل شوؤ جنگيالو کې ٣٠ ازبک اؤ درې جرمن هم شامل دي
امنيتي سرچينو دشورو په ورځ وئيلي دي دگل اؤ نهې په شپه دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجنگي الوتکو اؤ هيلي کاپټرو څخه ترسره شوې گوله بارۍ کې د٣٦ؤ څخه نيولې ٤٠ؤ پورې بهرني جنگيالي اؤ مهم پاکستاني طالب مشران وژل شوي دي.
دتيرې يوې اوونۍ راهسې دپاکستان په بيلا بيلو برخو اؤ ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا اؤ قبائيلي سيمو کې دطالبانو لخوا په امنيتي ځواکونو بريدونو اؤ دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو دشکمنو ځالو په ضد کارروائيو کې غيرمعمولي تُندي راغلې ده چې پکې په لسگونو پوځيان، اولسي وگړي اؤ طالب جنگيالي اؤ غيرملکيان وژل شوي دي.
دپاکستان حکومت اؤ طالبان دواړه يو بل سره مذاکراتو کې دلمړي والي اؤ ورته ددرناوي لرلو ادعاوې کوي ، خو ديو بل په ضد يې بريدونه هم دوامداره ساتلي اؤ دتيرې اوونۍ راهسې په دغو حملو کې گڼ شمير کسان وژل شوي دي.
دپوځي سرچينو وينا ده شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې وژل شوؤ جنگيالو کې ٣٠ ازبک اؤ درې جرمن هم شامل دي اؤ خواؤشا ١٥ کسان ژوبل شوي دي.
خو په ميرعلي کې قبائيل اؤ عيني شاهدان وائي دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو اؤ پاکستاني پوځ دهيلي کاپټرو لخوا ترسره شوؤ فضائي کارروائيو کې چې کوم کسان وژل شوي په هغوي کې ښځې ماشومان، دپوخ عمر خلک هم شامل دي.
سرچينې فضائي بريدونو کې چې کوم کسان وژل شوي په هغوي کې مهم طالب کمانډران ولي محمد، عصمت شاهين، مولوي فرهاد ازبک اؤ شاهين بيټنى،نوربادشاه هم شامل دي.
ناتائيد شوي راپورونه وائي چې شمالي وزيرستان کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې دپاکستاني فضايۍ دپخواني ملازم اؤ دپاکستان په پخواني پوځ سرلښکر جنرال(ر) پرويز مشرف دشکمنې قاتلانه حملې پلان جوړونکى عدنان رشيد هم دخپلې ښځې اؤ بچو سره دميرعلي سب ډويژن په همزوئي کلي کې شوې فضائي حمله کې وژل شوى اؤ زياتوي چې رشيد دغلته دتيرو پينځوؤ مياشتو راهسې ديره ؤ.
خو دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد بيا دغه راپورونه ردوي اؤ وائي چې عدنان رشيد په شمالي وزيرستان کې نۀ بلکې جنوبي وزيرستان کې دخپلې کورودانې اؤ بچو سره ميشته دى.
خو پوځي سرچينې وائي چې دفضائي حملو بنيادي هدف هم عدنان رشيد ؤ اؤ زياتوي چې بريدونو کې ځينې نور اعلي طالب کمانډران هم دهغوي نخښه وه.
دپوځي سرچينو وينا ده داخبره نۀ شي تائيدولى چې ايا عدنان رشيد په فضائي حمله کې وژل شوى که نه خو دا خبره پخه ده چې په کوم کور کې عدنان رشيد اوسيدو هغه په نخښه کړل شوى دى.
دتندلارو په ضد دغه پوځي عمليات دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې په يو پوځي کاروان دبمي چاؤدنې اؤ راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې ځانمرگي بريد کې دلسگونو پوځيانو اؤ اولسي وگړو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو ترسره شوي دي.
امنيتي چارواکي وائي شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دغه عمليات داستخباراتي معلوماتو دترلاسه کولو وروستو ترسره شوي دي.
دعيني شاهدانو وينا ده چې په سيمه کې دهيلي کاپټرو اؤ جيټ الوتکو دسختې گوله بارۍ اؤ بمبارۍ وروستو دسيمې خلک دخيبرپښتونخوا بندوبستي خوندي سيمو ته په کډو کولو مجبور شوي دي.
راپورونه وائي په کومو سيمو کې چې فضائي حملې ترسره شوي په هغې کې حمزوئي کلى، محمدخيل کلى، شيرا تالا سيمه، هرمز کلى، موسي کي کلى اؤ دشمالي وزيرستان نورې سيمې شاملې دي.
بلخوا راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په کوکي خيل علاقه کې هم دجنگي الوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې ١٦ تندلاري وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي دتيراه په سيخکوټ اؤ دواتوئي سيمو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې ١٦ جنگيالي وژل شوي اؤ ٨ نور ژوبل شوي اؤ دغه کارروائي کې دهغوي څلور ځالې هم تباه شوي دي.
XS
SM
MD
LG