لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ځالو دجيټ الوتکو بمباري،٢٤ کسان مړۀ


 دامنيتي سرچينو وينا ده” دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو لخوا چې دکومو تندلارو ځالې په نخښه کړل شوي ، هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي. “
دامنيتي سرچينو وينا ده” دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو لخوا چې دکومو تندلارو ځالې په نخښه کړل شوي ، هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي. “
پيښور- پوځي سرچينو دنهې په ورځ وئيلي دي پاکستاني پوځيانو دجيټ الوتکو څخه دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په ميرعلي علاقه کې دشکمنو جنگيالو په ځالو گوله باري کړې چې پکې ٢٤ کسان وژل شوي اؤ ١٥ نور ژوبل شوي دي.
شمالي وزيرستان کې امنيتي ځواکونو دجيټ الوتکو څخه دتندلارو په ځالو دغه گوله باري په داسې حال کې کړې چې روانه اوونۍ کې دخيبرپښتونخوا په بنو اؤ اؤ راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو سره نزدې بمي چاؤدنه اؤ يو ځانمرگي بريد کې دلسگونو پوځيانو اؤ اولسي وگړو دوژل کيدو وروستو دوزيراعظم نواز شريف په حکومت دطالبانو په ضد دسختو گامونو اخستو لپاره کورنى فشار سيوا شوى دى.
دامنيتي سرچينو وينا ده دپاکستاني فضائي دجيټ الوتکو لخوا چې دکومو تندلارو ځالې په نخښه کړل شوي ، هغوي په امنيتي ځواکونو بريدونو کې ککړ دي.
مقامي قبائيل وائي دجيټ الوتکو کارروايۍ کې ١٥ کسان وژل شوي ، خو دطالبانو سرچينې داولسي وگړو پشمول دمړو شميره ٢٧ ښائي.
خو پوځي سرچينې وائي دجنگي الوتکو څخه يواځې دتندلارو ځالې په نخښه شوي دي.
عيني شاهدان وائي دجيټ الوتکو څخه بمباري تيره شپه پرته دکوم خبرداري څخه شوې ده.
په سمدستي ډول ددغه فضائي کارروايۍ په اړه دپوځ له لوري کومه تبصره نۀ ده شوې.
راپورونه وائي تيره شپه دجيټ الوتکو څخه دبمبارۍ ترسره کيدو وروستو سيمه کې ويره ترهه خوره شوې اؤ نن سحر دگن شپ هيلي کاپټرو دتازه حملو وروستو سيمې څخه په گڼ شمير کې خلک خوندي علاقو ته په کډو کولو مجبور شوي دي.
راپورونه وائي په کومو سيمو کې چې فضائي حملې ترسره شوي په هغې کې حمزوئي کلى، محمدخيل کلى، شيرا تالا سيمه، هرمز کلى، موسي کي کلى اؤ دشمالي وزيرستان نورې سيمې شاملې دي.
سرچينې وائي په سيمه کې دکرفيو يا گرځ بنديز لگيدو له امله دجيټ الوتکو په بمبارۍ کې ژوبل شوي کسان هسپتالتونو ته نۀ دي رسول شوي.
بلخوا دنهې په ورځ دخيبرپښتونخوا دهنگو په تورا وړۍ سيمه کې نامعلومو وسله والو په يو چيک پوسټ حمله کړې چې يو عسکر وژل شوى.
سرچينې وائي تندلارو چيک پوسټ ته دبريد وروستو اور هم اچولى اؤ په تيښته کې بريالي شوي دي.
هم دغه شان راپورونه دا هم وائي چې دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې هم امنيتي ځواکونو کارروائي پيل کړې چې پکې دمرگ ژوبلې اوښتو انديښنه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG