لاس رسیدونکی لینک

بنو : په پوځي قافله بمي چاؤدنه کې 22 عسکر وژل شوي


پاکستاني پوځيانو ته دغه درنه مرگ ژوبله په داسې حال کې ور اړول شوې چې دپاکستان حکومت وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو پيل کولو دپاره هڅې چټک کړي
پيښور- داتوار په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا دبنو ضلعې چاوڼۍ سيمه کې دپاکستاني پوځيانو په کاروان ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې 22 عسکر وژل شوي اؤ ٣٥ نور ژوبل شوي دي.
په نزدې موده کې د پاکستان په پوځ ترسره شوى دا تر ټولو لويې بريد چې گڼ شمير پوځيان پکې ژوبل شوي هم دي.
پاکستاني پوځيانو ته دغه درنه مرگ ژوبله په داسې حال کې ور اړول شوې چې دپاکستان حکومت وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو پيل کولو دپاره هڅې چټک کړي اؤ دکورنو چارو وزير دعوه کوي چې ددغو مذاکراتو دپاره دحکومت له لوري يوه ځانگړې ډله هم جوړه کړل شوې ده
دپاکستاني طالبانو تحريک په امنيتي ځواکونو دترسره شوې دغه خونړۍ حملې ذمه واري په غاړه اخستې ده.
دسيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي دي دايف سي اؤ پوځ په گاډو مشتمل کاروان دبنو دچاوڼۍ سيمه کې درزمک گيټ ترڅنگ ميدان کې شمالي وزيرستان ته دتللو لپاره تيار ؤ چې په دغه مهال دامنيتي ځواکونو په کرايه اخستل شوي يو گاډي کې دوړاندې څخه دپروت بم دچاؤديدو له امله درنه چاؤدنه وشوه.
سرچينې وائي ددغه بمي چاؤدنې له امله د٢٠ؤ عسکرو پشمول ٢٢ کسان وژل شوي اؤ نزدې ٣٥ کسان ژوبل شوي هم دي.
. دسرچينو وينا ده دغه چاؤدنه هم دامنيتي ځواکونو په يو گاډي کې دوړاندې څخه دپروت بم له امله شوې ده، خو دپوځي چارواکو وينا ده په سمدستي ډول دا نۀ ده معلومه چې دغه چاؤدنه دکوم ځانمرگي بريد نتيجه وه اؤ که دبارودوي موادو له امله شوې اؤ زياته يې کړه دهغوي عسکرو دشمالي وزيرستان رزمک سيمې ته دتللو په غرض دکرايې په گاډو کې سفر کولو.
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان په دغه پيښه دافسوس څرگندونه کړې اؤ دايف سي دائي جي څخه يې دپيښې په اړه دراپور غوښتو په ترڅ کې پوښتنه راولاړه کړې چې دامنيتي ځواکونو لپاره په کرايه دگاډو اخستو په مهال داحتياط څخه کار ولې نۀ دى اخستل شوى؟
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې عسکر اؤ امدادي ډلې رسيدلي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.
دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دنامعلوم مقام څخه ميډيا سره دخبرو په مهال بنو کې په امنيتي ځواکونو دترسره شوې دغه بمي چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دړکه يې کړې چې په پوځيانو به حملې په راتلونکي کې هم دوام لري.


دوزيراعظم نواز شريف اؤ کورنو چارو دوزير چوهدري نثارعلي خان پشمول پاکستاني چارواکي وخت په وخت دپاکستاني طالبانو تحريک سره مذاکراتو کې دپرمختگ ادعاوې کوي ، خو طالبانو دکال ٢٠١٣م دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دخپل مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دپاکستان حکومت سره دخبرو څخه سکوټ انکار کړى اؤ وائي د خپل مشر دوژنې دانتقام په توگه به په امنيتي ځواکونو حملې دوامداره ساتي.
څيړونکي وائي دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري بنو کې د٢٠ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو دهاغو کسانو دريځ مضبوط شوى چې دپاکستان حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو کولو پځايې دهغوي په ضد دکوټلو پوځي عملياتو شروع کولو تجويز ورکوي.
وزيراعظم ميا نواز شريف وخت په وخت خپلو څرگندونو کې په ډاگه کړې چې دتندلارو سره دجگړې کولو پځايې دهغه دحکومت اوليت هغوي سره مذاکرات کول دي دپاکستان صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم ميا نواز شريف دبنو چاؤدنه کې په مرگ ژوبله اوښتو دافسوس څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه شان بزدلانه حملې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دقانون نافذونکو ادارو اؤ قام اراده نۀ شي کمزورې کولى.
XS
SM
MD
LG