لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز خټک وائي مرکزي حکومت دې طالبانو سره مذاکرات وکړي


 پرويز خټک وويل پاکستانى قام اؤ ددې ځايې خلک په سياسي توگه باشعوره شوي دي
پرويز خټک وويل پاکستانى قام اؤ ددې ځايې خلک په سياسي توگه باشعوره شوي دي
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک په مرکزي حکومت غږ کړى چې دټول گونديز کانفرنس لخوا دورکړل شوي اختيار سره سم دې طالبانو سره مذاکرات وکړي.
پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال وزيراعلي دمرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې چې ټول هيواد اؤ په ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا کې دې دترهه گرۍ اؤ وينو بهيدو دتماشې پځايې ددې دمخنيوي لپاره کردار ادا کړي.
پرويز خټک وويل دترهه گرۍ دمخنيوي تر ټولو غوره طريقه تيرکال دستمبر په مياشت کې ترسره شوې غونډه کې وفاقي حکومت ته په ورکړل شوي اختيار عمل اؤ دطالبانو سره مذاکرات کول دي.
وزيراعظم ميا نواز شريف پخپله يوه مرکه کې دعوه کړې وه چې طالبانو دمذاکراتو عمل دامريکائي ډرون حملو له امله تاله ترغه شوى اؤ په ډاگه کړې يې وه چې حکومت به يې طالبانو سره دمذاکراتو شروع کولو لپاره دعمران خان پشمول دسياسي مشرانو سره رابطې کوي.
خو عمران خان تيره ورځ اسلام اباد کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال حکومت ته مشوره ورکړې وه چې دطالبانو سره دمذاکراتو اؤ يا دهغوي په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره دې يو بل ټول گونديز کانفرنس راوغواړي.
عمران خان پوښتنه راولاړه کړې وه چې هرکله مذاکرات پيل شوي نۀ دي، نو بيا ناکام څنگه شول؟ اؤ تور يې لگولى ؤ چې دستمبر په مياشت کې حکومت ته دال پارټيز کانفرنس لخوا طالبانو سره دمذاکراتو کولو لپاره دورکړل شوي اختيار باوجود حکومت دپاکستاني طالبانو تحريک سره مذاکراتو کولو کې سنجيده نۀ دى.
هغه وويل چې وړاندې له دې چې قام ته نور زيات نۀ راسرکيدونکى تاوان واوړي بايد وفاقي حکومت په حرکت کې راشي اؤ بايد دهغوي لپاره داخبره هم په ډاگه کړي چې ورته څه کول پکار دي.
دهغه وينا وه زمونږ پوليسو دترهه گرۍ دمقابلې لپاره نۀ بلکې دوگړو دتحفظ ذمه وارۍ په غاړه لري، خو دوياړ مقام دى چې هغوي دميدان څخه تيښته نۀ کوي اؤ داولس سره په گډه دترهه گرۍ مقابله کوي.
پرويز خټک ددې خبرې سره اتفاق وکړو چې څه موده وړاندې دپيښور کوهاټۍ سيمه کې په يو چرچ اؤ اوس دښار دننه تبليغي مرکز کې چاؤدنه دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو دعمل دتالاترغه کولو سازش دى اؤ زياته يې کړه پاکستانى قام اؤ ددې ځايې خلک په سياسي توگه باشعوره شوي دي اؤ نۀ يواځې دا چې هغوي په ښه اؤ بد کې فرق کولى شي بلکې هغوي په کومه غلط فهمۍ کې نۀ شي ساتل کيدى.
بايد وويل شي تيره ورځ دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په پجگي سړک دتبليغي مرکز دننه ترسره شوې بمي چاؤدنه کې لس کسان وژل شوي اؤ د٦٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ، خو پاکستاني طالبانو ددغه بريد سره دلا تعلقۍ څرگندونه کړې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG