لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وائي دنائن اليون وروستو پاکستان زيات غيرمحفوظ شوى


 چوهدري په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې هيواد کې تيرو حکومتونو دقومي امنيتي تگلارې جوړولو لوري ته پام نۀ ؤ گرځولى
چوهدري په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې هيواد کې تيرو حکومتونو دقومي امنيتي تگلارې جوړولو لوري ته پام نۀ ؤ گرځولى
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي ديوولسم ستمبر دپيښو وروستو ټوله نړۍ خو محفوظه شوې ، خو له بدغه مرغه پاکستان زيات غيرمحفوظ شوى دى.
دخالي په ورځ دپاکستان پايتخت اسلام اباد کې په قومي پوليس اکيډيمۍ کې دپوليسو افسرانو پاسنگ اؤټ پريډ اؤ ميډيا سره خبرو کې داخله وزير وويل دقومي سلامتۍ تگلاره تيار کړل شوې اؤ دگل په ورځ دمنظورۍ لپاره دکابينې په يوه ځانگړې غونډه کې وړاندې کړل شي.
نثار وويل حکومت به طالبانو سره دمذاکراتو په اړه پارليمنټ اؤ ټول سياسي گوندونه په باور کې اخلي.
دهغه وينا وه دوزيراعظم نواز شريف مقصد دا دى چې هر يو هيواد کې دامنيت دټينگښت په لړ کې خپل کردار ادا کړي اؤ حکومت به سبا اؤ بله ورځ دې لړ کې دسياسي مشرانو سره تماس نيسي.
هغه وويل په اړونده صوبه کې دامن وامان دصورتحال ذمه واري دصوبائي حکومت ده.
هغه وويل دتيرو ١٣ؤ کلونو راهسې دقانون نافذونکو اؤ امنيتي ادارو دمضبوطولو لپاره کم کار شوى اؤ زياته يې کړه چې دفرائضو ادا کولو په مهال بې شميره عسکر وژل شوي.
هغه وويل دامنيتي تگلارې مقصد دهيواد دامنيتي ځواکونو مضبوطول اؤ ورته اساني پيدا کول دي اؤ زياته يې کړه چې ددغه تگلارې لاندې دامنيتي ځواکونو په عصري وسلو سمبالولو لپاره د ٢٨ؤ بلينو روپو درقم تجويز ورکړل شوى دى.
چوهدري په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې هيواد کې تيرو حکومتونو دقومي امنيتي تگلارې جوړولو لوري ته پام نۀ ؤ گرځولى اؤ زياته يې کړه چې مونږ دغه تگلاره دپينځوؤ څخه دشپږو مياشتو په موده کې تياره کړه اؤ په ځانگړي وخت کې به پرې عمل درامد هم باوري کړل شي.
داخله وزير وويل زمونږ ددښمنانو سره عصري وسلې موجودې دي اؤ مونږ به خپل امنيتي ځواکونه هم په عصري الاتو سمبالوؤ
هغه وويل که دجنگ لاره مخ په وړاندې وړو اؤ که دمذاکراتو ، خو غواړو دمضبوطتيا دمقام څخه کار وکړو اؤ زياته يې کړه حکومت به تر هغې ارام نۀ کوي، ترڅو چې دهيواد څخه دامن کور نۀ وي جوړ کړى.
نثار وويل امنيتي ځواکونه به هيواد کې دامن اؤ ثبات دټينگښت لپاره په مکمل ډول خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.
دهغه وينا وه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به پوليسو ته دترهه گرو په ضد جگړه کول وي.
داخله وزير وويل پاکستان دسختو حالاتو څخه تيريږي.
چوهدري نثارعلي خان وويل هيواد دجنگ په داسې حالت کې دى چې پکې دښمنان نۀ يواځې دامنيتي ځواکونو بلکې دخلکو سره هم پټ پټوڼى کوي.
نوموړي وويل يوه سخته جگړه ده ، چې پکې به پوليسو ته دامن اؤ تحفظ دفرائضو څخه په وراخوا هم کارکردگي ښودل وي.
هغه وويل دنائن اليون سره دپاکستان هيڅ تعلق نۀ ؤ اؤ زياته يې کړه په بين المللي کچه ددې خبرې احساس نشته چې پاکستان دکومو حالاتو سره مخ دى.
تيره ورځ چوهدري نثارعلي خان اسلام اباد کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال دعوه کړې وه چې دحکومت له لوري دمذاکراتو دوړانديز دنۀ منونکو ترهه گرو په ضد به کارروائي کولى شي اؤ دهغوي تعقيب به کولى شي.
څيړونکي وائي خيبرپښتونخوا اؤ دسندهـ سرښار کراچۍ کې دتشدد داوسنو پيښو وروستو دپاکستان په حکومت طالبانو سره دمذاکراتو يا دهغوي په ضد دفيصله ييزې کارروائي کولو لپاره فشار سيوا شوى، خو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف بيا بيا په ډاگه کړې چې مذاکرات دهغه دحکومت په اوليتونو کې شامل دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG