لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي ډرون حملې دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده


 وزيراعظم وويل حکومت به يې طالبانو سره دبيا رابطو قائمولو لپاره هڅه کوي
وزيراعظم وويل حکومت به يې طالبانو سره دبيا رابطو قائمولو لپاره هڅه کوي
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي بايد دپاکستان په خاوره ډرون حملې ترسره نۀ شي ، ځکه چې دغه بريدونه دهيواد دخپلواکۍ خلاف ورزي ده.
يو شخصي ټي وي چينل سره مرکه کې دپاکستان وزيراعظم وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو عمل په تُندۍ سره مخ په وړاندې روان ؤ، خو دغه عمل وروستو له هغې اودريدو چې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو مشر حکيم الله محسود ووژل شو.
دکال ٢٠١٣م دنومبرپه لمړۍ نيټه دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکې څخه ترسره شوي ميزائيلي بريد کې دپاکستاني طالبانو مشرحکيم الله محسود دخپلو ځينو نورو ملگرو وژل شوى ؤ.
دطالبانو ددغه مشر دوژل کيدو وروستو طالبانو حکومت سره مذاکراتو ته رضامندي ښودلې وه اؤ حکومت سره دمذاکراتو شروع کولو لپاره دطالبانو وياند ميډيا ته خپلې غوښتنې وړاندې کړې وې چې پکې قبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستل،دډرون حملو اودرول، دهغوي دبندي ملگرو خوشې کول اؤ ورته دعامې بخښنې اعلان کول شامل وؤ.
دپاکستان حکومت وخت په وخت په طالبانو دوسلې غورځولو اؤ هيواد دائين دمنلو لپاره غږ کړى دى.
خو دحکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دسوات دطالبانو پخواني اؤ دطالبانو نوي سخت دريځي مشر مولانا فضل الله دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر دټال کيدو څخه سمدستي وروستو حکومت ته دړکه وکړه چې هغه به دحکيم الله محسود دوژنې بدل اخلي اؤ ورسره به هيڅ رقم مذاکرات نۀ کوي.
پخپله مرکه کې نواز شريف وئيلي دي ډرون حملې ترسره کيدل نۀ دي پکار، دغه حملې دهيواد دخپلواکۍ څخه سرغړونه ده اؤ پوښتنه يې راولاړه کړه چې په داسې وخت کې دډرون حمله ولې ترسره شوه چې دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې روان ؤ؟
وزيراعظم وويل حکومت به يې طالبانو سره دبيا رابطو قائمولو لپاره هڅه کوي اؤ په دغه اړه به دپرمختگ کولو لپاره يوه تگلاره جوړوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې نواز شريف وويل دپاکستاني طالبانو دتحريک سره دمذاکراتو دعمل پرمخ وړلو لپاره به دهيود دسياسي قيادت سره رابطه کوي اؤ زياته يې کړه چې زۀ به عمران خان، مولانا فضل الرحمان، مولانا سميع الحق اؤ سيد منور حسن سره خبره کووم، که هغوي کوم لويې پرمختگ کولى شي ، زۀ به په دې خوشحاليږم اؤ هيله ده چې ددې سره به دغه عمل په تُندۍ سره په موثره توگه مخ په وړاندې لاړ شي.
هغه وويل گڼو هيوادونو خپلې لويې ستونزې دمذاکراتو په ذريعه هوارې کړي، که چرې بل اړخ هم مثبته اشاره ورکړي ، نو دا يوه غوره لاره ثابتيدى شي.
نواز شريف وويل دپوځ دپخواني سرلښکر جنرال اشفاق پرويز کياني اؤ ائي ايس ائي دمشر لخوا ټول گونديز کانفرنس کې برخه اخستل دا خبره په ډاگه کوي چې پوځ اؤ قام ديو بل څخه بيل نۀ دي اؤ هغوي داى پي سي دفيصلو تائيد هم کړى.
نواز شريف وويل دسوات په خلکو کې دعدم تحفظ داحساس په ادراک کولو سره يې سيمه کې ديوې چاوڼۍ جوړولو فيصله کړې، ترڅو دغلته دپوځ موجودگي باوري شي..
دپوځ دپخواني سرلښکر جنرال پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې په حواله نواز شريف وويل دغه مقدمه دپوځ دحکم وروستو شروع کړل شوې اؤ بايد ددې سره دحکومت اؤ پوځ ترمينځ کوم تاؤتريخوالى رامينځته نۀ شي.
نواز شريف وويل دقانون په وړاندې ټول برابر دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG