لاس رسیدونکی لینک

بلوچستان : عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي


دخضدار زيدى سيمه کښې ترسره شوؤ عملياتو کې څلور جنګيالى وژل شوى
امنيتي چارواکي وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په خضدار سيمه کې دشورو په ورځ ترسره شوؤ عملياتو کې لږ ترلږه څلور جنگيالي وژل شوي دي.
دليويز يو چارواکي علي احمد کرد ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي دفرنټئير کور اؤ ليويز عسکرو دخضدار په زيدي نومې سيمه دتندلارو په ضد گډ عمليات ترسره کړي چې پکې څلور جنگيالي وژل شوي اؤ شپږ نور نيول شوي دي.
هغه وويل دعملياتو په مهال تندلارو سخت مقاومت کړى، خو امنيتي ځواکونو په برياليتوب سره کارروائي ترسره کړې اؤ دهغوي ديوې خوندي ځالې څخه يو يرغمال نيول شوى تن هم په محفوظه توگه راخوشې کړى.
ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود هم لاسته راوړي اؤ نيول شوي تندلاري يې دتپوس پوښتنو لپاره کوم نامعلوم مقام ته بوتللي دي.
دامنيتي سرچينو وينا ده دکومو تندلارو په ضد چې عمليات ترسره شوي هغوي دخلکو دتښتونو په پيښو کې ککړ وؤ.
خضدار دبلوچستان هاغه سيمه ده چرته چې په تيرو وختونو کې ازاد خوښو ډلو په امنيتي ځواکونو اؤقومي تنصيباتو حملې کړي دي.
دسرچينو وينا ده په دبدامنۍ له امله گڼ شمير کورنو دخضدار څخه دبلوچستان نورو سيمو ته کډې کړي.
XS
SM
MD
LG