لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواب شاه : دسکول دبس اؤ ټرک ترمينځ ټکر کې دطالب علمانو پشمول ٢٢ کسان مړۀ


 دسکول په دغه گاډي کې خواؤشا ٣٠ ماشومان ناست وؤ اؤ دهغوي عمرونه دپينځوؤ څخه تر ١٥ؤ کلونو وؤ.
دسکول په دغه گاډي کې خواؤشا ٣٠ ماشومان ناست وؤ اؤ دهغوي عمرونه دپينځوؤ څخه تر ١٥ؤ کلونو وؤ.
راپورونه وائي دشورو په ورځ دپاکستان دسندهـ صوبې په نواب شاه سيمه کې دټرک اؤ دسکول دماشومانو دبس دټکر کيدو له امله د٢٠ؤ طالب علمانو پشمول ٢٢ کسان وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دغه پيښه دنواب شاه په قاضي احمد لنک سړک دنهې په ورځ هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دسکول دماشومانو خپلو کورونو ته درسولو لپاره روان گاډى ديو ټرک سره ټکر شو.
دغه ماشومان دبرائټ فيوچر نومې سکول طالب علمان ؤ اؤ دنزدې دولتپور څخه دسکول په يو سيل تللي وؤ اؤ گاډى يې بيرته دولتپور ته روان وؤ چې ددغه پيښې سره مخ شو.
سرچينې وائي په دغه پيښه کې د٢٠ؤ طالب علمانو پشمول ٢٢ کسان مړۀ شوي دي.
اؤ مړۀ اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره نزدې هسپتال ته رسول شوي دي.
دسرچينو وينا ده دمړو شوؤ اؤ ژوبل شوؤ طالب علمانو تعلق ديو سکول سره دى اؤ دپيښې وروستو دهغوي خپل خپلوان هم هسپتال ته وررسيدلي دي.
دسکول په دغه گاډي کې خواؤشا ٣٠ ماشومان ناست وؤ اؤ دهغوي عمرونه دپينځوؤ څخه تر ١٥ؤ کلونو وؤ.
دپيښې وروستو امدادي ډلو اؤ پوليسو مړۀ اؤ ژوبل کسان هسپتال ته رسول اؤ دهسپتال دانتظاميې ترمخه دزخميانو څخه هم دزياترو حالت سخت دى.
دپيښې وروستو پوليسو ټوله سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي.
دپاکستان صدر ممنون حسين دغه پيښه کې دماشومانو په مړينه دخفگان څرګندونه کړې ده.
دسندهـ گورنر ډاکټر عشرت العباد دپيښې نوټس اخستى اؤ دسندهـ دپوليسو دمشر څخه يې راپور غوښتى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG