لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرپښتونخوا : بمي چاودنه اؤ دتشدد پيښو کې پينځه کسان مړۀ،٧پوليس ژوبل


د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې د ترهگرۍ د څه قسمه ممکنه پيښې د مخنيوي په خاطر د موبائيل فون خدمات هم ځنډول شوي.
د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې د ترهگرۍ د څه قسمه ممکنه پيښې د مخنيوي په خاطر د موبائيل فون خدمات هم ځنډول شوي.
پيښور-دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې د عيدميلادالنبي په لړکې د نيول شوؤ سختو امنيتي تدابيرو باوجود د نهې په ورځ دډيره اسماعيل خان ضلعې پۀ کلاچي تحصيل کې دپوليسو په يو گاډي د بم حمله شوې چې پکې دمقامي پوليسو دمشر يا ايس ايچ او پشمول ٧ پوليس عسکر ژوبل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نهې په ورځ د دولسمې په مناسبت د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې د ترهگرۍ د څه قسمه ممکنه پيښې د مخنيوي په خاطر د موبائيل فون خدمات هم ځنډول شوي.
ايس ايچ او عمران کونډي، څوک چې په دغه چاؤدنه کې پخپله هم ژوبل شوى دپيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې چاؤدنه کې ريموټ کنټرول بم کارول شوى دى.
دتيرې اوونۍ راهسې خيبرپښتونخوا کې دوسله والو بريدونو اؤ بمي چاؤدنو کې اضافه راغلې اؤ تيره ورځ هم سرښار پيښور کې دوسله والو يو بريد اؤ شانگله کې دوزيراعظم په مشاور امير مقام دوؤ بمي چاؤدنو کې دعوامي نيشنل پارټۍ ديو مقامي مشر ميا مشتاق پشمول ٨ کسان وژل شوي وؤ، چې پکې درې پوليس عسکر هم شامل وؤ.
تيرکال دستمبر په مياشت کې اسلام اباد کې دټولو گوندونو د گډ کانفرنس په مهال دپاکستان حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو اختيار ورکړل شوى ؤ، خو دطالبانو لخوا بره دير کې په امنيتي ځواکونو دبريد دذمه وارۍ قبلولو اؤ وروستو دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون ديو بريد په مهال دټي ټي پي دمشرحکيم الله محسود دوژل کيدو له امله دمذاکراتو دغه عمل پځايې ولاړ دى.
که هر څو کۀ پاکستاني چارواکي وخت په وخت دطالبانو بيلا بيلو ډلو سره دمذاکراتو دپيل کولو دعوې کوي ، خو طالبان وائي قبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستو، د ډرون حملو داودريدو اؤ دهغوي ملگرو ته دحکومت لخوا دعامې بخښنې پورې به هيڅ رقم خبرو کې برخه نۀ اخلي.
بل لوري ته دخيبرپښتونخوا په صوابۍ ضلعې دبسونو اډه کې نامعلومو وسله والو ديوې خفيه ادارې چارواکى امجد په ډزو سره ويشتى دى.
همدغه شان سرچينې وائي دصوبې په نوښار ضلع کې هم ددريائى کابل سره نزدې دامان گړهـ سيمې څخه په گولو دويشتل شوؤ څلورو کسانو مړي ترلاسه شوي ، کوم چې دپيژندگلو لپاره يو نزدې روغتون ته رسول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG